لیکنه : ارشد علي
ښاغلے روغانی په خټه روغانی محمودخېل وو او د 1950 کال د جنورۍ په 15مه د پښتونخوا د سوات ضلعې په مټه کلي کې زېږېدلے وو ابتدایي تعلیم پخپله سیمه د سوات په مټه تحصیل کې کړے وو او وروسته یې په پښتو ژبه کې د ماسټر ډګري اخیستې وه، چې بیا یې د استاد په توګه نوکرې تر سره کړې وه.
عبدالرحیم روغاني د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې یو له هغو شاعرانو وو چې زیاتې قطعې یې لیکلې دي ځکه خو هغه ته په ادبي نړۍ کې «بابای قطعه» هم ویل کېدل. لیکوال امان الله نصرت د ښاغلي روغاني په اړه پخپله یوه مقاله کې لیکي:“روغاني صېب له خيال او مضمون دواړو سره له انصاف نه کار اخيستی او هر وخت ېې د نوښت، ابتکار او د يوه نوی خيال او نوي مضمون د راوړلو شعوري کوشش کړے دے”.
د روغاني په شاعري کې ولسي رنګ زیات دی ځکه خو یې ډېر شعرونه مشهورو سندرغاړو هارون باچا، سردار علي ټکر او نورو د موسیقۍ سره ویلي دي. یوه غزل یې ډېره مشهوره شوې چې مقطع یې ده:بــيا چې شي تـازه زاړه يـادونه روغاني ته
خدای دې سوات ته راوله د سوات په بهانهد عبدالرحیم روغاني په شاعرۍ کې له وطن او خاورې سره د مینې تر څنګ پہ ملایانو او خانانو تنقید او طنز هم موندل کېږي او شاعري یې ډېره عام فهمه وه ځکه خو په عامو خلکو کې زیات مشهور وو.
د عبدالرحیم روغاني د شعرونو او نثرونو کتابونه چاپ شوي دي، چې په هغوی کې یو «نوې نغمه» د شعرونو ټولګه، «ځورېدلي احساسات» د شعرونو ټولګه، «سندریز احساس» د شعرونو ټولګه، «خود غرض» نثر، «د رڼا څاڅکي» شعري ټولګه، «سندرې او خبرې» منظوم او منثور او یو د نثر کتاب «کوربانه خیالونه» شامل دي.د ښاغلي روغاني «خودغرض» نومي کتاب په انګرېزي ژبه هم د «The Sacred Spirit of Selfishness» په نوم ژباړل شوی او په 2019 کال کې په لندن کې چاپ شوی دی.
تاند ویبپاڼه لکه تل د پښتو ژبې د ژوندیو او وفات شویو فرهنگیانو د ژوند حالات د ضرورت په وخت کې خواره کړي دي، نن سحر یې د روغاني د مړینې په پار دا رپوټ خپور کړی دی:.چې سل جنازې تېرې شي هيڅ نه وي روغانیه
په خوا کې مې چې تېـره شي ډولۍ لیونی کېږم
روغاني بابا په خپلو شعرونو کې داسې کیفیات غږول، چې لوستونکی به یې مجبوراوه، ترڅو د مرحوم شعرونه ولولي.
د نوموړي له شعرونو داسې ښکاري، چې د وخت جابر پرې ښه ډېر ظلمونه کړئ، دي په محکومه پښتونخوا کې و، خو تل یې په زړه کې د لوی افغانستان هیلې وې او کله به چې پر پښتنو کېدونکي ظلم وژړاوه؛ نو دا ناره به یې کوله چې:حـمـزه خـو وايـي د جـنـت ژبـه ده
مونږ په دوزخ کې له پښتو سره یوروغاني بابا، چې کله ناځوانې کينسر ناروغۍ ډېر وارخطا کړ او بیا به یې خپلې بې وسۍ ته وکتل؛ نو ویل به یې:
خـــدایــــه شــاهـــد یې، زه پـیسه نـه لرم
د ډکــټـــرانـــو مـنـت بــار مـــې نه کړېشـرنـګ د پـیـسې مـنـي، کـیسې نـــه مني
مرګ راله راکړې؛ خو بیمار مې نه کړېروغاني اوږده ناروغي وليده او له ډېرې مودې یې ورسره صحت ملګرتیا ونه کړه، چې بلاخره یې نن خپل روح د کائناتو خالق ته وسپاره.
که زه مړ شم، ما نه هيڅ نه پاتې کيږيزه د ډېـــرې کـمـزورۍ نـه زورور یم
روح یې ښاد او پر ګور یې نور.»
که چا د روغاني صاحب شاعري نیمايي برخه هم له نظره تېره کړې وي، په دې پوهېـږي چې د روغاني شعر په اوسنۍ پښتو شاعرۍ داسې و لکه په کتغ کې مالگه. «قطعه» چې په شاعرۍ کې یو خاص فورم دی، روغاني د خپلو قطعو په اثر د بابا لقب گټلی دی. د ده انتقادي ژبه هر چا ته ور رسېده، خو د ملایانو وضعیت لکه څنگه دی، هغسې یې انځور کړی دی، په جرأت او پرته له ډار نه. دا یې یوه تر ټولو غوره بېلگه ده:
افسوس
يـــو مـلا مو کسب د ټوپک، تــورې، نـيـزې کوي
بـــل مـــلا مــو کار د دم، تـعـويـذ او اجـازې کوېبــل مــلا مــو مــلا د سـيـاسـت کـار تــه تــړلې ده
موږ يې خوار و زار کړو او ملا صيب مزې کويدا فـرقې فـرقې رنـګـيـن اسلام راتـه اور شوی دی
يــو مــلا مــو وژنــي، بـــل مـلا مـو جـنازې کويد خلکو او ټولنې وروسته پاتېوالی، جهل او ناپوهئ ته یې هم ډېر ځلې پام شوی دی او د انتقاد اور یې وررسولی دی:
نـــورو تـــه پـه ډکه خـوله بـيديـن واييخـپـل ځـان تـه بـه زين الـعـابـدين وايي
مـړه کړي په لسګونو لوي واړه د شپې
لـمـونـځ کي د سهار سورة ياسيـن وايي
څومره چي يي غوښي روغانيه خوري
دومـره ورتـه قـام خـپـل قـائـديــن وايي
د روغاني صاحب شعرونو ته د موسیقي قالبونه هم جوړ شوي دي او هنرمندانو د ده شعرونه څنگه چې ښايي په هماغه درد سره زمزمه کړي دي چې د هارون باچا، بریالی صمدي، سردارعلي ټکر او ځینو نورو نومونه د یادولو وړ دي. دلته به د درې سندر قاړو د هغو سندور لینکونه کېږدم چې د روغاني صاحب شعرونه یې زمزمه کړي ديد عبدالرحیم روغاني د مړینې خبر له خپرېدو سره سم، په میډیا کې د ده د شاعرۍ، لیکوالۍ او طرز فکر پلویانو او خواخوږ د خواشینۍ او تسلیت پیامونه خپاره کړل چې دلته یې څو بېلگې را اخلم:«
ډاکتر لطیف یاد:په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې شاعر او نثرلیکونکی ښاغلی عبدالرحیم روغاني بابا دهغې نا روغۍ له کبله چې په چې ورپيښه شوې وه له دې فاني نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې. ښاغلی ارواښاد روغاني صیب له نن نه څه دپاسه اویا کلونه دمخه دپښتونخوا دسوات په مټه کې دې نړۍ ته سترګې پر انیستلي وې ، ده په پښتو ادبیاتوکې خپله ( ایم .ای ) کړې وه اوپه ۱۹۷۲ کال کې د ښوونکي دنده پیل کړه.
ارواښاد ډیرې شعري او نثري ټولګې لیکلي دي چې شمیر یې اتو ته رسیـږي او چاپ شوي هم دي . الله تعالی دي دي وبخښي او خدای دې دده روح خوشاله لري.عبدالغفور لېوال:
چالنډې دي راخیستې، چا اوږدې راخیستې
نــاجـوړه یــمــه لـوڼـو مـې تسبې راخیستې
د سوات د سمسورو هسکو شاعر عبدالرحیم روغاني ومړ، د ښکلا خدای به یې ښکلی ونازوي، ان شاءالله.
د دغه شاعر پورته بیت مې د ښاغلي بشیر باران پر مخپاڼه ولوست او ترغوږه مې شوه، چې دا یې روستنی شعر دی.له ارواښاد سره مې خپل یو مجلس رایاد شو، چې د شعر پر سرچینه مې یومهال په خواږه پېښور کې ورسره کړی و.
ماته دغه بیت دومره طبیعي، عاطفي، له خیاله ډک او د لاشعوري زېرمو له تله راوتلی ښکاري، چې که روغاني یوازې همدا بیت هم لیکلی وای. د پښتنو په سرلارو شاعرانو کې به یې ځای کړی وای.ژوند، عاطفه، مینه، پاک معنوي ایمان، پټ درد او تر هرڅه مهم انسانمحوره تفکر و پیغام په دې بیت کې سره یوځای راټول شوي دي.
د افغانستان د علومو اکاډمي:د خواشينۍ پيغام:
خورا خواشيني يو چې خبر شو د پښتونخوا د سوات سيمې د پښتو ژبې تکړه شاعر او بابای قطعه عبدالرحيم روغاني د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.د ارواښاد روغاني د مړينې له امله د افغانستان د علومو اکاډمي له اړخه د خواخوږۍ او تسلیت مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته وړاندې کوو، خدای پاک دې روغاني صاحب وبخښي، جنتونه دې ځای شي. موږ په دې ستر غم کې د دوی له کورنۍ او د پښتونخوا او په ځانګړي ډول د سوات له فرهنګيانو او ليکوالو سره خپل ځان شريک بولو. کورنۍ او دوستانو ته يې له ستر څښتن تعالی جل جلاله جميل صبر غواړو، خدای مو دې له نورو غمونو، دردونو او مصيبتونو وساتي .
د افغانستان د علومو اکاډمۍ رهبري پلاوی.»روغاني صاحب په یوه مصاحبه کې د خپل ژوند ځینې اړخونه روښانه کړي دي او دا یې ویلي دي چې ده څومره اثار لیکلي او چاپ کړي دي او کومو ځایونو ته یې سفرونه کړي دي. ده د خپلو چاپ شوو اثارو شمېر اته (۸) وښودل چې نومونه یې دا دي:
۱ ــ نوې نغمه (د شعرونو ټولگه)،
۲ ــ زورېدلی سفر (د شعرونو ټولگه)،
۳ ــ کوربانه خیالونه (منثور)،
۴ ــ خود غرض (منثور)،
۵ ــ د رڼا څاڅکي (شعري ټولگه)،
۶ ــ سندریز احساس (د شعرونو ټولگه)،
۷ ــ سندرې او خبرې (نثر ــ نظم)،
۸ ــ په انگلیسي ژبه باندې د «خود غرض» (The Sacred Spirit of Selfishness) اثر ژباړه.
روغاني صاحب په یاده مصاحبه کې وویل چې دغو هېوادونو ته یې سفرونه کړي دي:
سعودي، دوبی، قطر او افغانستان.
روغاني صاحب د افغانستان د سفر په باب داسې وویل:
«په افغانستان کې هېڅ د پردیتوب احساس نه کوم، د کابل ملگرو زما شاعري داسې یاده کړې وه او بېرته یې راته ویله لکه ډېره موده چې له ما سره او زما له شعرونو سره پاتې شوي وي.په افغانستان یو «رستوران» زما په نامه (روغاني) جوړ شوی دی او پرانستلو ته یې زه ورغوښتی وم.
زما شعرونه سندرغاړو ویلي دي او ښه په اخلاص او د زړه له تل نه یې ویلي دي.»په میډیا کې د روغاني صاحب په باب د راغلو خاطراتو په لړ کې داسې حقایق راغلي چې روغاني صاحب کابل ته هم راغلی و، همایون هېواد داسې لیکلي دي:
«روغانى صيب کابل ته د يوه ناروغ ملګري ليدو ته راغلى و خو د شمشاد ملګرو پيدا کړى و او پروګرام يې ورته جوړ کړى و. تر پروګرام پيلېدو مخکې يې ډېرې کيسې وکړې، د يوه طنزيه شعر کيسه يې وکړه چې خپل ناروغ ملګري ته يې في البديهه ليکلى و او ملګرى يې دومره خندولى و چې وضېعت يې بيخي بدل شوى و. په پروګرام کې مو د ارواښاد روغاني شعرونه واورېدل او وويل او په شعر مو خبرې وکړې.روغاني صيب ويل چې اوس عجله لرم، بيا راځم، ډېر مجلسونه به وکړو خو روغانى صيب کابل ته رانغى او په ابدي سفر لاړ، روح يې ښاد او عزيزانو ته يې د زړه صبر غواړم…»
په پای کې به د روغاني صاحب د کلام څو داسې بېلگې را واخلم چې د خلکو او وطن درد په کې ځلېـږي، طنز ډوله خندا ورنه اورېدل کېـږي او پر خلکو د روانو حاکمو حالاتو ډېره ښه ترجماني کوي:چې هر درد د هر مظلوم د زړه محسوس کړې
خـداې دې تـا د روغـاني غـونـدې حساس کړيکه زه مړ شم مانه هېڅ نه پاتې کېږي
زه د ډېـرې کـمـزورۍ نـه زورور یمپـرون وې روغ زړګـیـه نــن راتـه پاګل ښکارې
زما سینه کې چې زلمی شوې اوس د بل ښکارېزمــــا پـــه مـیـنـه ستـا نـفـرت بری موندلی نشي
که راتـه ټول ازغی ازغی شې ما ته ګل ښکارېمــوت لـه یـې پـیـدا کـړو د حـیـات پـه بهانه
اوس بــه حـیـات ګــورو د مـمـات پــه بهانهوخـت سره زاهـد رنـګـونـه اړوي بـدلـیـږي
ځـي نــن مـېـکـدې لـه د جـومـات پـه بـهـانهیې وي دیدن ته، مرشد هسې بهانه شي
اوکـــړي مــلاقـــات د مــلاقـــات پـه بـهـانهدیـنداري لکه دانـه په دام کې کېـږدي
وخــــوري هـنـدوسـتـان د سومنات په بهانهبـیـا چې شي تـازه زاړه یـادونـه روغاني ته
خدای دې سوات ته راواله د سوات په بهانهمـعـاش لــه هـــرڅــوك اوزار سـاتـي
«پاڼو» چې ځـان ساتي، نو مار ساتيبـــادشـاه د خــپــلې بـــادشــاهـۍ لپاره
وسـلــه، نــوكــر، عـسـكــر تيار ساتينــواب لـــه خـپـل غـم نـه بـېـغـمه ندى
غـلـه او رهــزن ساتي، لـوټـمار ساتيخـدايي مـزاج لـري دا بـعـضـې غـټان
چې څوك يې يار وي هغه خوار ساتيمـغـرور سـړي سـره يـاري ښــه نــده
څـوك ځــان تــه څـلـه دويم پلار ساتيراشـه زمـــوږ د قـــام مــقــام وګـوره!
هــرڅـوك د بـل پـه كار كې كار ساتيد ولـس دوستـه شـاه زلــمــو پــه تــمه
روغــانـى نـــاست دى لـويه لار ساتي