٭٭٭

فضا د نن مې روماني اوليده
ايله مې ژوند کښې اساني اوليده
د ښائستونو بازار ګرم شولو
ما پکښې ډېره ارزاني اوليده
هم مسخرې کوي هم خولۀ راکوي
پۀ بُوډاتوب کښې مې ځواني اوليده
ځان ئې سنګار کړو د جونګړې خوا ته
پۀ غريبۍ کښې مې خاني اوليده
د هار دانو نه ئې تسپې جوړې کړې
د شېخ مې دا بې ايماني اوليده
پۀ نيم نظر هزار توبې ماتوي
يار کښې مې ښکلې شېطاني اوليده
چې پېښورے شال ئې را اوخوئېدو
ما ئې د مخ قصه خواني اوليده
ځان به هزار ځله قربان کړې ترېنه
کۀ د ساقي دې قرباني اوليده
کافره ! شکر به پۀ کفر اوکړې
کۀ دې د نن مسلماني اوليده
لا پۀ درياب ئې لاهو کړي نه يو
د خدائے مې دا مهرباني اوليده
د نوي وخت هوا ترې يوړو پلَو
نن سرترپايه روغاني اوليده