لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
" ډاکټر شېر ﺯمان سيماب د پښتو اکېډمۍ ځلنده ستورے "
ښاغلى شېر ﺯمان سيماب صاحب يو تکړه شاعر ، اديب ، محقق ، افسانه نګار او رپورتاژ ليکونکى دى چې په کال ۱۹۷۴ ء کښې د محترم ګل محمد صاحب کره د ملاکنډ په ادب پاله خاوره ﺯېږيدلى دى چې ابتدائي ﺫده کړى ئي د خپل کلى نه کړى دى روستو ئي اېم ائ پښتو په کال ۱۹۹۹ ء کښې د پېښور پوهنتون نه اوکړه چې ورسره د سرو ﺯرو تمغه هم ورکړى شوى ده
اېم فل پښتو ئي په کال ۲۰۱۰ کښې د پېښور پوهنتون نه اوکړو چې د مقالې موضوع ئي " په ملاکنډ کښې د پښتو غزل ارتقاء " وه چې په کال ۲۰۱۸ ء کښې چاپ شوه
بيا ئي پي اېچ ډي هم د پېښور پوهنتون نه په کال ۲۰۱۴ ء کښې اوکړه چې د دغې موضوع نوم ئي " د باچا خان د نثر نګارۍ تحقيقي او تنقيدى مطالعه " وه چې په اول ځل په کال ۲۰۱۶ ء او په دوېم ځل په کال ۲۰۱۹ ء کښې چاپ شوه
موصوف په پښتو ادب مختلفې او نايابه پېرﺯونې کړي دى چې چاپ هم دى دلته ئي لنډيز وړاندى کووم
د دار په سر ( شعرى ټولګه) ده چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۰ء دى زما د شوق لېونتوب ( ازاد نظمونه) دى چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۵ ء دى
محمد رسول الله ص (نعتونه) دى چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۵ ء دى
برید ( د کربلا نظمونه) دى چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۸ ء دى
له پېښوره تر سپين غره ( رپورتاژ) دى چې د چاپ کال ۲۰۱۶ ء دى
د مهورې په لمن کښې ئي هم رپورتاژ دى چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۷ ء دى
د امېل په نوم ئي افسانې دى چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۷ ء دى
د پروفېسر محمد نواز طائر یوه مطالعه ئي تحقیق دى چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۶ ء دى
د باچاخان نثر نګاري د پوهانو په نظر کښې تحقیق دى چې چاپ کال ئي ۲۰۱۵ء دى
-د باچاخان د نثر نګارۍ تحقیقي او تنقيدي مطالعه ئي د پي ایچ ډي مقاله ده چې دچاپ کال اول ځل ۲۰۱۶ ء او دوېم ځل ۲۰۱۹ ء کښې چاپ شو
-په ملاکنډ کښې د پښتو غزل ارتقاء ، تر سر خط لاندى ئي د ایم فل مقاله ده چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۸ ء دى
د سوات تاریخي ثقافتي او جغرافيائي مطالعه دا هم يو تحقیق دى چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۸ ء دى
سهرې ئي د وادۀ نظمونه ، ترتیب دى چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۳ ء دى
غزل غزل ماښام د تاڼې د سکول د سل کلیز تقریب مشاعره، ترتيب چې د چاپ کال ئي ۲۰۱۷ ء دى او ورسره افګار ملاکنډ ژوند فن او ادبي کار.دا ئي
په پښتو ژبه او ادب پېرﺯونه ده چې د ادب تنده ګرى به پرې خپله تنده ماتوى دى نه علاوه دوى په ګڼ شمېر ادبي غونډو کښې هم پاتې شوى دى او باقاعده ئي د دى غونډو صدارت کړى دى لکه رانيﺯئ ادبي غونډه تاڼه ملاکنډ کښې چيرمېن وو په پئتونخواه ادبى ملګرى ملاکنډ ، پښتو ادبى جرګه ، ملګرى شاعران ، او داسې نور هم ......
ډاکټر شېر ﺯمان سيماب صاحب د خپلو اعلى خدماتو په سبب ګڼ شمېر اېوارډونه او سندونه هم اخستى دى چې دلته پکښې د يو څو ﺯکر ضرورى ګڼم
حسن کارکردګي اېوارډ. د تاڼه ادبي ټولنه ۲۰۰۰ء کښې ادبي اېوارډ خېبر يونين اسلاميه کالج ۲۰۰۰ ادبي اېوارډ (ادبي خدمات) بزم ادب ګورنمنټ جوړکالج بونېر ۲۰۰۸ء ادبي اېوارډ، مرستال ليکوال (مل ) ملاکنډ ۲۰۰۸ ء ادبي اېوارډ (ادبي خدمات) بونېر ادبي جرګه بونېر ۲۰۱۲ء
ادبي اېوارډ ، خېبرلټريري سوسائټي يونيورسټي اف پشاور ۲۰۰۷ء ادبي اېوارډ (ادبي خدمات ) کبل پښتو ادبي تړون سوات ۲۰۱۰ء ادبي اېوارډ (ادبي خدمات) الخدمت فاؤنډېشن ضلع ملاکنډ ۲۰۱۲ء
ادبي ايوراډ ، کبل پښتو ادبي تړون سوات ۲۰۱۴ء
اد بي اېوارډ ، خېبر ميډيکل يونيورسټي (انسټي ټيوټ اف ميډيکل سائنسز کوهات ۲۰۱۴ء. سلطان ټيپو اېوارډ (ادبي خدمات) ټيپو ماډل سکول کبل سوات ۲۰۱۴ء. اجمل خټک ادبي خدمات ۲۰۱۵ ء. تعريفي سند پښتو څانګه ملاکنډ پوهنتون ۲۰۱۲ ء. اعزازي ادبي سند ، ياران قلم پښتو ادبي ټولنه اله ډهنډ ډهيرۍ اعزازي ادبي سند ، ټيپو ماډل سکول کبل سوات ۲۰۱۱ء
. اعزازي ادبي سند ، شعبه تاريخ پېښور پوهنتون ۲۰۱۵ء
اعزازي سند پشاور يونيورسټي ټيچر ايسوسي اېشن (پيوټا)۲۰۱۵ء
. اعزازي ادبي سند ، پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون ۲۰۱۵ء
اعزازي ادبي سند، پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون او خانه فرهنګ جمهوري اسلامي ايران ۲۰۱۵ ء. "د سوات د اتلانو دستورره" په اړه د سوات پښتو ادبي کلتوري نړيواله جرګه ، له خوا اېوارډ ، ۲۰۱۵ ء
. مخفي بابا ادبي اېوارډ
. اعزازي ادبي سند، پشاور يونيورسټي ټيچر ايسوسي اېشن (پيوټا)۲۰۱۷ء. ادبي اېوارډ پښتو څانګه جهانزيب کالج سوات ۲۰۱۷ء (د بي اېس افتتاحي تقريب). ادبي اېوارډ پښتو څانګه جهانزيب کالج سوات ۲۰۱۸ء (د کليزې مشاعرې په موقع)..... او داسې نور هم چې دلته مې د اوږودوالى د وجې ﺯکر پوره ونهٔ کړو لنډه دا چې ډاکټر شېر ﺯمان سيماب د پښتو ادب ځلنده ستورى دى چې په ټول آسمان ئي ښکلا خوره کړى ده او دغسې هڅه کوى چې د پښتون قام بچي دى هم په دغه ښکلا ښايسته شي تر دى دمه ئي د پښتو ادب د ګڼ شمېر شاګردان استاﺫ دى چې د علم رڼا ورته ورکوى
د نمونې په توګه به د شېر ﺯمان سيماب صاحب د کلام يو نمونه هم د لوستونکو سره شريکه کړم نو خپله موضوع به راغونډه کړه.
............
په دې ښار کښې احساسونه
د تارکــــولـــــــو ســــــړکونه
دلته قـــــــد او قامتــــــــونه
دغه دنګ دنګ بلـــــــډنګـونه
دا ســندرې او ســــــازونــــه
د مـــــوټــــرو هـــارنـونــــــه
دا تنــــــدی او دا نیتـــــــونه
دا لــــوګي او دا ګــــــردونه
دا پالـــرې مېکــــــپـــــونـــه
دغــــــه مینې الفتـــــــــونــه
خو زمونږ ضــــــرورتــونـــه
روزګارونـــــه روزګارونـــــه
.................
اوس د محبت په قیصه پوهـــــه شــوم
درده د شدت په قیصه پوهـــــــه شــوم
زۀ ستاســـو پــه کلي کښې د هر ســــړي
پوهه شوم د نیت په قیصه پوهه شـوم
مینـــه وسیلـه څـــــۀ د روزګــار نـــه وه
اوس د مادیت پـــــه قيصـه پوهه شـوم
يو ادم حـــوا پکښې يو ځاے نــــه شـــو
دومـــــره د جنت په قیصه پوهــه شـوم
چرته چې مې لاس ســـیمابـــه نه رســي
هلته وي قسمت په قیصه پوهـــه شــوم
ليک ....... حديبيه افغان