لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
ارواښادکاکاجي صنوبر حسین مومند په ۱۸۹۷ زیږدیز کال دپښتونخوا دمرکز پيښور په جنوب کې دکوهاټ روډ برغاړه د کږې واله په کلي کې زیږیدلی و .
ده دبیښور په اسلامیه کالج کې تر لسم ټولګي پورې زده کړې کړي دي او وروسته یې دښوونکی دنده درلودله.
کاکاجي صنوبر حسین په هغه وخت کې ژوند کاوه چې دهند په نیمه وچه کې انګریرانو خپل راج چلاوه او ده دسر په سترګو دهغو ظلمونه لیدل. همدا وجه وه چې ده ته دافکر اوسوچ پیدا شو چې باید دهند دنیمې وچې ولسونه او په تیره بیا پښتانه دانګریزي ښکیلا کګرو دژغ او منګولو نه آزاد دشي او دخلکو براخه پرګنې په یوه داسې ټولنه کې ژوند وکړي چې دهر ډول ټولنیزو ظلمونو نو او نا انډولیو آزاد ه وی ، نه پکې دانسان له خوا پر بل انسان ظلم وشي نو هم یو انسان دبل انسان له خوا استثمار شي .
کاکاجي صنوبر حسین مومند یو انقلابي شاعر ، لیکوا ل، جرنالیسټ ( ژورنالیسټ ) او یو اورژبی نطاق و. هغه نه یوازې په پښتو ژبه پوهیده ، بلکې په اردو، انګریزۍ او فارسي ژبو هم پوهیده .
کاکاجي په ۱۹۲۶ زیږدیز کال کې په خپل کلې کې يو انجمن یا ټولنه جوړه کړه جې د ( انجمن زمینداران )په نامه سره یادیده . همداراز ده دهند دنامتوانقلابي مبارز نیتاجې بابو سبهاش چندربوس سره نږدې انقلابي اړیکي درلودلې او دهغه دافکاروپه رڼا کې یې د(نو جوان بهارت سبها ) دانقلابی غورځنګ بنسټ کیښود . دغه انجمن دانګریزانو برخلاف په وسله والې مبارزې ټينګار کاوه او دانګریزانو نه یې غوښتل چې دهند دلویې وچې نه لاړشي که نه نو دوی به یې دخپلې وسله والې مبارزې په زور وشړي .
کاکا جي صنوبر حسین د عدم تشدد پر مبارزې باور نه درلود،نوځکه دباچاخان بابا سره یې یوځای مبارزه نه کوله ، هغه دعدم تشدد پر مبارزې باندې باورنه درلود او ویل به یې چې باید انګریزان په زورسره دخپل هیواد ه وشړي .
انګریزانود کاکاجي صنوبر حسین مومند انقلابی مبارزه چې دهغوی پرخلاف یې کوله نه شوه زغملی ، نو همدا وجه وه چې دنوموړي دنیولو فرمان یې صادر کړ ، خو کاکا جی صنوبر حسین دخپلو انقلابي ملګرو سره دپښتنو قبایلي سیمو ته لاړ او په باجوړ کې اوسیده او دپښتنو ترمینځ یې دانګریزانو پرخلاف مبارزه کوله.
ده په قبایلي سیمو کې ۱۸ کلونه تیر کړل او هلته یې په ۱۹۳۰ زیږدیز کال د(سیلاب) او (شعله) په نامه دانګریزانو پر خلاف مجلي خپرولې چې دده انقلابي افکار به پکې خپریدل .همداراز ده هلته په قبایلي سیمو کې یوه ه پارټۍ جوړه کړې وه جې( تنظیم نوجوانان سرحد) نومید.ده په قبایلي سیمو کې د(اسلم )په نامه یوه ادبي مجله هم چاپوله
باید زیاته کړم چې کاکاجي صنوبر حسین نه یوازې دا چې دانګریزانو پر خلاف یو ملي مبارز و، بلکې ده په سیاست ، تاریخ ، مذهب او ټولنیزو مسایلو کې هم لیکنې کړي دي .ده سفرنامه هم لیکلې ده او هم یې ښه پښتو شاعري کړې ده .
کاکاجي صنوبر حسین ډیر آثار کښلي دي چې لا چاپ شوی نه دی ، خو ده دعمر خیام درې سوه رباعیات چې په فارسي ژبه وو پښتو ته منظوم کړي دي .
کاکاجي صنوبر حسین مومند د۱۹۶۳ زیږدیزکال د جنورۍ په دریمه نیټه په خپل کلي کږه واله کې وفات او هماغلته خاوروته سپارل شوی دي ،
دکاکا جي صنوبر حسین مومند او دخپلواکۍ دنورو اتلانو ارواګانې دې ښادې وي !
ډاکټر لطیف یاد