د ښاغلي رضوان الله شمال لنډه پيژندګلو

د دیر د سیمې تکړه لیکوال ښاغلے رضوان الله شمال صیب د ښاغلي محمد دوست صیب کره د کوز دیر پهٔ بارون کلي کې پهٔ کال نولس سوه دوه اتیایم کې دې دُنیا ته سترګې پرانستلې.

 ښاغلے رضوان الله شمال د ډیر ورکوټوالي نه ډیر ښهٔ لیکوال دے. عُمر ئې ایله پنځلس کاله وو چې پهٔ شعر لیکلو ئې ګوتې پورې کړې.اؤ پهٔ ډیر لږ وخت کې ئې پهٔ خواؤشا کې ډیر نوم پیدا کړو.

د یؤ ښهٔ لیکوال تر څنګ هغه یؤ ډیر ښهٔ لوستے(تعلیم یافته) هم دے.پهٔ خپله مورنۍ ژبه پُښتو ډیر زیات مئين دے.اؤ هم دغه لامل وو چې پهٔ پُښتو کې ئې د ملاکنډ پوهنتون نه د ماسټر ډګري ترلاسه کړه.بیا ئې ورستو پهٔ اُردو ژبه کې هم ماسټر وکړو.د دې سره سره ئې پهٔ طب کې هم ډپلومه کړې ده.اؤ نن سبا پهٔ یؤ ځائي ښؤنځي کې د ښؤنکي پهٔ توګه د قام د بچو روزنه کوي.

د خپل مصروف ژوند نه ښهٔ ډیر وخت خپلې ژبې له هم ورکوي.اؤ د صدر پهٔ توګه پهٔ یؤ ځائي تنظیم.....دیرپُښتو ادبي کاروان...کې خپله دنده ډیره پهٔ نره ترسره کوي.وخت پهٔ وخت ملګري مُشاعرو،تقنیدي غونډو اؤ ناستو ته راغواړي.پهٔ نزدې وخت کې ئې د شمله ادبي ایوارډ پهٔ نوم ډیره ستره غونډه راجوړه کړې وه.چې پهٔ کې پهٔ ګڼ شمیر ستر اؤ نومیالي لیکوالان د پوره پُښتونخوا نه راغلي وو.

د ښاغلي رضوان الله شمال صیب د کلام یؤ څو بیلګې درسره شریکووم.هیله ده چې ستاسو به خوښ شي...

غزل

دا چې مُدام مې پهٔ وخکو کې د سرکې خوند دے

دې خپلو اوښکو بدل کړے مې د خُلې خوند دے


چا پهٔ کې چرته کې تازه سرهٔ کړي لاس وهلي

پهٔ دې چینهٔ کې د نکریزو د وږمې خوند دے


پهٔ دې فضا کې د تازه ډز د ګولۍ سړیکې دي

پهٔ دې فضا کې د تازه ډز د سیکې خوند دے


مینه د حُسن د ادراک د تجسُس میوه ده

دا څومره درد چې پهٔ پټ دے دا دې خوند دے


زمونږ سندرو پهٔ ګوګړو کې تیمُم وهلے

شماله ځکه پهٔ کې دا د مرثيې خوند دے


نظم مرګونے ژوند


د خپل تخلیق هغه حکمت به مې کمزورے نهٔ کړم

ملائیکو ته به د خٌـدائے ارمان کوزګورے نهٔ کړم

زهٔ د قابل د نسله نهٔ یم چې سړے به وژنم

دچـا بچے د چـا لالا د چا لالے به وژنم

دَ سړي قـتل خو دَ ټول انسانیت قــــــتل وي

دا د ساهو قدرونو مرګ د شرافت قتل وي

خو  دا کیدے شي دا احساس کهٔ پهٔ بل تن کې نهٔ وي

د سـړي توب څهٔ احترام پهٔ چا دٌشمن کې نهٔ وي

شاید د چا زړهٔ کې زما د مـرګي خیال پیدا شي

ژوند دےممکنه ده چې دا صورت حال پیدا شي

کیدے شي څوک زما پهٔ مـړینه کې ژوندون لټوي

د ځنکدن پهٔ اضطراب کې مې سکون لټوي

کیدےشي سر او نظـــــريې ته مې خطره پیښه شي

د کور پټکي او لوپټې ته مې خطره پيښه شي

چې د خٌـدائے ویره مې دٌښمن ته نامردي ښکاره شي

چې شرافت ورته زما بې غیرتي ښکاره شي

دٌښـمن چې کور ته راپسې ټوپک پهٔ لاس راشي

ماله به هٌم ضـرور د خپل ناموس احساس راشي

کیدےشي ځان د ننګ پهٔ دغه چپې پورې باسم

کیدےشي زهٔ د چا د زړهٔ نه چرې پورې باسم

چې روح مې وړي دا عزرائیل د ځانه مخکې کړمه

کیدےشي زهٔ مې خپل قاتل د ځانه مخکې کړمه

د چا پهٔ خیال کې به شکي غٌوندې ملزم وګرځم

د چا پهٔ خیال به یقیني غوندې مجـرم وګرځم

د دور خلک مـې جزا سـزا ته څهٔ له ګورې

خٌدائےبه زما حقې ناحقې ته پخپله ګوري

د وخت قاضي کـهٔ مې پهٔ دې جرم پانسی راکوي

یا کهٔ پهٔ کلک وکالتونو ریهائي راکوي

د کور او کلي چم ګاونډ ټول مـشران دې واؤري

د علاقې د روغې جوړې اٌستاذان دې واؤري

زهٔ خور اؤ لور د مړ قاتل ټوپک ته نهٔ شم نیوے

دا بلې شمعې دې انډک سٌونډک ته نهٔ شم نیوے

شمال پهٔ زهرو کې لړلے دغه قــند نهٔ غواړمه

د خويندو لوڼو د سوه رې پهٔ بدل ژوند نهٔ غواړمه


غزل

خوږه ترخه مې نهٔ د شیخ،نهٔ د ساقي اؤریده

زهٔ خو مئين ووم،ما خبره دزړګي اؤریده


بیګا مې ستا د بنګړو شور کې سترګې پټې شولې

بیګا مې ټوله شپه پهٔ خوب کې موسیقي اؤریده


د سړیتوب خو پهٔ غوږونو کې مالوچ پراتهٔ وو

چا به د ډزو پهٔ انګو کې اسویلي اؤریده؟؟


د وږو خیټو پهٔ ورغلو پختو چا څهٔ کول؟

دلته خو هر چا د مړو خیټو فارسي اؤریده


هغو زمونږ د پوزې پریکړې ته تل هڅه کړې

هغوي به څهٔ آرزو زمونږ د میخکي اؤریده


شماله نور خو لکه کاڼو ته لګیا چې وومه

زما وئينا چرته یؤ نیم د کار سړي اؤریده


ترتیب: ډاکټر آیاز یوسفزے  دیر پُښتونخوا