لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
ــــــ* غزل *ــــــ
يـو زه خـو نـه وايمـه "درده" چـې ليلـى ښکـلـې ده
واړه جهـان پـه جـار وايـي چـې ريښتيـا ښکـلـې ده
نه يې سپوږمۍ د مخ جواب دى نه ګلاب د شونډو
هم يې ځوانـي، هم يـې ادا، هم يې خنـدا ښکلې ده
ګوتې مې شل، قلم مې وچ شي چې غزل پرې ليکم
هعـه زمـا لـه تصـــــــــــور نـه هـم سېـوا ښکـلــې ده
هـم لـه پيـرس، هم له کشمير، هم له سوات نه زياته
زه او جانان چـې په کښـې اوسـو دا دنيـا ښکلـې ده
نه مې نظر کښې ښاپېرۍ ده نه په زړه کښې حـوره
د حـــــــــــوا لـور زمـا دپـاره لـه هـر چـا ښکـلـــې ده
زه ورتـه هسـې خـو د حســــــــن مجسمـه نـه وايـم
بـس پـه لنــــــډو بـه دغـه وايـم چـې بـلا ښکلـې ده
"درده" زمـا د زړه پـه کـــــور کښـې مېلمنـه ده هغـه
چـې لـه ښايسـت نـه ښايسته او لـه ښکلا ښکلې ده
رحمت الله درد