لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
محترم دا معلومات ما مخکی هم په دی پانړه شریک کړی دی.خو ستاسو په درنه غوښتنه به ي یو ځل بیا درسره شریک کړم چه ګیله مند نه شئ.خو بالکل د بیخ نه ي درسره تاریخ شریکوؤم چه ښه پری پوهه شئ.
محترم مخکی دا خبره ذهن کی واچوئ چه صوابئ نیم مردان او ټوله چمله مندنړ یوسفزی دی.خو په صوابئ کی ګدون او بولاق په کی نه حسابیږی.
دا سخی ارسلاخان هم مندنړ یوسفزے وو.او تعلق ي د زیدی کلی سره وو.شجره ي درته بالکل د سر نه شروع کوؤم.
مندنړ د یوسف وراره وو د چا په نوم چه یوسفزئ قبیله ده.د دی مندنړ په اولاد کی د یو سړی نوم سدو وو او سخی ارسلاخان د دی سدو په ذیله کی راځی.په صوابئ ضلع کی زیده.شاه منصور.نبے۔بیکے او هریان وغیره کلیو ته اباخیل ویلے شی.نو اوس تفصیل ي داسی جوړیږی چه د سدو ځوے جلو وو د جلو ځوے ابا وو.ځکه دوئ ته اباخیل واي.د ابا دوه ځامن وو چه یو نصرت او بل دولت وو.سخی ارسلاخان د نصرت په نسل کی وو.د نصرت دری ځامن وو چه یو روسی بل سیپوخان او دریم تراپتی وو خو دے د روسی خان په نسل کی راځی.د روسی د کشر ځوی نوم بلړخان وو.د بلړ هم دری ځامن وو خو د کشر ځوی نوم ي درګاي وو او د مشر ځوی نوم ي سکندر وو.د سکندر د ځوی نوم احمدخان وو.د احمدخان د ځوی نوم شاه ولی خان وو.د شاه ولی خان د مشر ځوی نوم راناخان وو.د راناخان د مشر ځوی نوم ضابطه خان وو.د ضابطه خان د مشر ځوی نوم نقاب خان وو.د نقاب هم ګنړ ځامن وو خو د مشر ځوی نوم ي اشرف خان وو چه دغه اشرف خان د سخی ارسلاخان پلار وو چه تاسو ي تپوس کړے دے.د سخی ارسلاخان دوه رونړه نور هم وو چه یو فتح خان او بل مقرب خان وو.د دوئ پلار اشرف خان د سید احمد شهید بریلوی مرید او ملاتړ وو.
د سخی ارسلاخان دری ښځی وی.نوری پریده خو د ړومبئ ښځی نه ي ځوے بهرام خان وو.د بهرام خان مشر ځوے ابراهیم خان وو.د ابراهیم خان د مشر ځوی نوم غفورخان وو.د غفورخان د ځوی نوم عبدالحمیدخان وو.د عبدالحمید خان د ځوی نوم جمیل خان وو.او د جمیل خان د ځوی نوم قدوس خان وو چه اوس اوس ځما یاداشت کی تیر شوے دے۔دا خو ي تفصیلی شجره شوه.اوس ي ذاتی ژوند ته راشه.
د ده د پیدائش تاریخ 1793 خودلے شوے دے۔په 1824 کی ي د سکهانو خلاف په جنګ زیده کی ډیره مړانه کړی وه او فتح ي بیا مونده.چه د هغی په خوشحالئ کی دوئ د خپل پلار اشرف خان سره د ګجوانو په میره کی اسونه زغلول چه اشرف خان د اس نه راپریوتو.څټ ي مات شو او مړ شو.د پلار د مرګ نه پس خانی ده ته ملاؤ شوه.ویلے کیږی چه دومره سخی سړے وو چه د ده په دیره کی به د نغرو نه دیګونه او دیګچی نه کوزیدل.چه چا له به ي پیسی ورکولی نو شمارلی به ي نه بلکه په سیر به ي تللی.ویلے شی چه یوه ورځ په سیند تیروتلو نو نوکر ته ي اوویل چه دی سیند ته یو سیر روپئ اوغوزوه هسی نه چه دے اووايي چه سخی ارسلاخان په ما خالی لاس تیر شو.
خو عزت منده بیا د انګریزانو دی علاقی ته راتګ سره دے اول په بیسک کلی کی دیره شو چه په ګدون علاقه کی دے۔او ویلے شی چه هلته یوه ورځ د یوی حجری په غټه ګټه ناست وو او زنانه په لار تیریدی چه دے ي اولیده او د ده دا بده ورځ ي اولیده نو دا ټپه ي اوویله چه.
اول د ټول مندنړ سردار وی.
اوس د بیسک په ګټه ناست ي مسافره.
او دا ټپه د پنجتار د مقرب خان بابا باره کی هم یادیږی.
خو بهرحال د بیسک نه بیا دے په 1847 کی سوات ته لاړو او دا هم ویلے شی چه هلته ي هم یو واده کړے وو ځکه چه څه اولاد ي په عالیګی کی هم شته.او هم هلته وفات شو.او په عالیګی کی چه کوم ځاي د بدها هاغه مجسمه وه دغلته بره اوګورئ یو زوړ قبرستان دے چه په هغی کی ي اوس هم قبر موجود دے۔په زیده کی ي په کړوسو کی ظاهرعلی.امجد او ظاهراحمد وغیره اوس هم ژوندی دی او نور ي هم ډیر اولاد موجود دے چه نومونه ي نه راځی.بلکه یو غټ قلعه نما کور هم د ده د وختو موجود دے.