ګرانو لوستونکو! د سراج  خان نوے چاپ کتاب تاسو ته در ورسېدو. لۀ دې نه مخکښې يې دوه کتابونه نور هم چهاپ شوي دي، هيله لرم چې تاسو به هم پۀ خپل درانۀ نظر کتلي وي. دا موجوده کتاب يې ماد تصحيح پۀ خاطر ټول لوستے دے. د دې کتاب وړمبۍ تقريباً نېمه حصه  غزلو او نظمونو ته وقف ده او پاتې نيم  مخونه يې زياتره قطعې دي. د سراج خان فکر او تخيّل ډېر لوړ دے. او دواړه  صنفونو شاعرۍ او نظم کښې ورسره قطعو کښې يې بلها کار کړ دے، او پۀ دواړو کښې يې د معاشرې ښه عکاسي کړې ده  ، چې پکښې سياست ، نظام، مذهب ، تعليم ، پوهې او جديد ترقۍ ته پۀ تنقيدي نظر کتنه شوې ده، او پۀ دواړو کښې يې د معاشرې ښه عکاسي کړې ده. او د دغو ښۀ او بد دواړه پۀ ډاګه کړې شوي دي ـ دغسې د پښتو، پښتون  او پښتونولۍ ذکر ، توضيح او ستائينه يې بيا بيا کړې ده. او پۀ دغه بهير کښې يې ځائے پۀ ځائے محاورې  او متلونه ډېر پۀ مناسب ځائے او خونده ور انداز کښې  ځائے کړي دي. ورسره يې جانان هم د خلې نه کله هم غورزولے نۀ دے. تل يې تروتازه ساتلے دے 

         دوستانو!  د کتاب د لوستو نه پس  ماته سوال دا دے چې نظمونه او غزلې يې ډېر ښۀ دي کۀ قطعات ؟ نو زما پۀ فکر خو ټول ښۀ دي، خو قطعې يې د ټولو نه ښې دي، او زما پۀ خيال کۀ ليکوال پۀ موجوده قطعو 

يو ځل بيا نظر اوزغلوي، او چاڼ پکښې اوکړي نو لا به خوندورې او موثرې شي او  پۀ  سبب  به  يې ښاغلے ليکوال  لکه  د  ”بابائے اردو“  ”بابائے غزل“  ”بابائے چاربېته“  ” بابائے قطعه“ پۀ صف کښې لکه د نمر اوځلېږي.


وکيل حکيمزے

رکن مشال پښتو ادبي و ثقافتي ټولنه

سوات ادبي و ثقافتي تړون

4    / ستمبر 2017   ﺀ

   

 

        



د سراج صېب شاعري

زما پۀ نظر کښې

د سراج صېب شاعري مې چې ولوسته، نو داسې يو مشر او پۀ کشرانو مهربانه انسان مې مخې ته  ودرېدو چې پۀ هر قدم يې خپله د پاخۀ ژوند تجربه مونږ سره شريکه کړې ده. سراج  صېب کۀ پۀ زړۀ ځوان دی او پۀ شعر کښې يې اوس هم د رومان تازه او مهينې خوشبويانې ګرځي، نو دا ښاغلی لۀ  ذهن او مازغو د پوخ عمر او پوخ شعور خاوند دی او لکه د نوي مئين خپله ټوله هستي  د خپلې معشوقې لۀ مينې نه ځاروي.

         زمونږ مشر شاعر پۀ هر قدم  ځان د پښتون قام  پر وړاندې مسئول ګڼي او ګوندې ځان سره وايي چې ددې قوم حق  پۀ دې ادا کړم چې پۀ دې عمر هم قلم پۀ زمکه ګوزار نۀ کړم او د خپل مسئوليت تر سره کولو  لپاره د شعر پۀ ژبه  خپل دغه رسالت  پوره کړم  چې نوي کهول ته د خپل ژوند تجربې وښېم او لارې ورته روښانه کړم.

۱.

پکار ده  چې سړي د سړيتوب پۀ لاره لاړ شي

سړي له زوال شته خو سړيتوب له زوال نشته


خاوند چې د کمال وي پس د مرګه به ژوندے وي

د مرګ  سره ورکېږي چې پۀ چا کښې کمال نشته


         بيا وايي

۲.

يواځې زما خپل غمونه نۀ دي چې دا ويښ يم

پۀ زړۀ مې د تاله واله بوستان غمونه هم دي


پۀ ذهن مې فکرونو سمې جالې جوړې کړي

د قام غمونه هم دي د جانان غمونه هم دي



دا خو يو رسالت شو چې زمونږ د شاعر دغه عمر يې ددۀ پۀ اوږو اچوي او دی  هڅه کوي  چې دغه رسالت پوره کړي  ، ددې تر څنګ دويم لوی رسالت چې هر پښتون له پکار دی ، هغه د پښتون قام پالنه ده ، هغه پښتون چې پخپله زمکه د خپل حق نه دستبرداره کړی شوی دی ، او هغه پښتون چې پۀ خپل کور کښې هم  د جبر د لاسه غږ نۀ  شي پورته کولی ، د دې پښتون شاعر له هماغه هڅه  کړې  چې دغه زنځيرونو او بندونو نه ازاد شي او لږ تر لګه  د پښو  لاندې خپله زمکه او د سر دپاسه خپل اسمان ومومي، دغه چغه د هر پښتون شاعر او بلکې د هر انسان  پۀ فطرت کښې پرته ده چې د خپل ا صل او خپل نسب  سره بې پناه مينه کوي  او خپل ځانته د خپل جلا شناخت او جلا کردار غوښتنه کوي ، سراج صېب هم دې فکر راغيستی  او د نورو سنجيده او فکرمنو شاعرانو  پۀ څېر يې خپل دغه مرام پاللی او دې منزل ته يې د جبر او سختيو پۀ سخته  لاره  پۀ پوره زړورتيا ګامونه پورته کړي دي.

تاسو د سراج صېب لاندې شعرونه ولولئ  او وګورئ  چې د خپل موجوده رياستي جبر نه يې څومره  پۀ لوی زړۀ  او لوی جرآت سرغړونه کړی ده  او څنګه يې د پښتنو ستر ارمان ته  د خپل زړۀ وينې نذرانه کړی دي.

۳.

ننګ غېرت يې ګورے کوم بازار کښې خرڅ کړل

د پښتون هغه توده وينه سړه شوه


د لاهور ښار د پېرس غوندې ښائيسته شو

پختونخواه موهنجوداړو ، ټېکسله شوه


         يا دا چې

۴.

د غاصب نظام پُرزې وې پۀ ځوانۍ کښې

زاهدان شوَل چې سپين ږيري ، بوډاګان شوَل


نوکرو کښې چې يې جوړه سرمايه کړه

څوک چېلو له څوک حجونو له روان شوَل


بل ځای وايي

۵.

پۀ داسې مشر ورور باندې دې واړولم خدايه

پۀ ما باندې نهرې تېروي پخپله موړ دی


د پلار پۀ ټول جائيداد باندې پۀ زور غصب قابض دی

زۀ هيڅ کوَلے نۀ شم پټواري ورسره جوړ دی


         د هنر پۀ پردو کښې د بغاوت ددې چغو تر څنګ  سراج صېب ځنې بد پښتني روايات  هم  ډېر ښۀ  نقدکړي  او دا يې پۀ ډاګه کړې ده  چې او ! زۀ پښتون يم  ، خو زما چې کوم کار غلط دی هغه پۀ هر صورت غلط دی  ـ دی هغه پښتون نۀ دی  چې بس پۀ پښتو يې سر مات کړی  او سر يې خلاص کړی نۀ دی  ـ يو ځاې کښې د پښتنو د يوه بد روايت پۀ اړه وايي.

۶.

پۀ اسلام باندې د خپله سره تېر يو

چې د مال خبره راشي پۀ شا کيږو


پۀ حجونو تبليغونو ډېر مئين يو

خور چې خپله برخه غواړي خفه کېږو


ددې تر څنګ پۀ هغه پښتنو يې هم خوندور طنز کړی دی  چې پښتونواله يې پريښې  او د پيسو روپو  د پاره  اوس لګيا دي  د خپل قام پۀ وينو  او مرام سوداګري کوي ، دې خلکو ته د طنز و مزاح  پۀ نرمه ژبه وايي: 

۷.

دا ځنې متلونه د خپل وخت سره بدلېږي

متل دے چې ”هندو پېسې ګټي، پښتون قيصې“


خو اوس داسې قام خرڅه پښتانۀ را پېدا شوي

قام خرڅ کړي پۀ اغيارو خو چې اوګټي پېسې


ددې ټولو تر څنګ  د سراج صېب دا شاعري يواځې وچ کلک نصيحت هم نۀ دی، بلکه پۀ زړۀ ځوان شاعر  کله کله د خپل زړۀ هم منلي  او د رومان د تلپاتې دنيا نه يې هم کله پۀ لپو لپو د خپل ارمان پۀ ناوې شيندلي دي. دا شعرونه يې اوګورئ.

۸.

ماته پته ده پۀ ويښه راتلے نۀ شې

کۀ راځې نو د راتلو لارې بلها دي


پۀ خيالونو کښې مې راشه خوب کښې راشه

د ارمان د رېژېدو لارې بلها دي


         دا او دې ته ورته ډېره شاعري د سراج  صېب پۀ دې کتاب کښې راټوله شوې ده ، خو د نوي او مهذب  انسان کوم  يواځيتوب او ماشيني  ژوند چې دی ، زمونږ شاعر د انسان پۀ توګه  لۀ دې حالته هم اغېزمن  شوی دی ، ډېر ځله يې د خپل همنوعه  انسانه سر ټکولی  او پۀ دې ارمان دی چې درېغه دغه د خاورو تيګو نړۍ مې پريښي وی  ـ

۹.

چرته بله سياره لټول غواړي

چې آکسيجن پکښې هم وي ، هم اُوبۀ وي


مونږه دواړه به ترې هلته منتقل شو

خو چې دا ظالم سماج راسره نۀ وي


         کۀ د سراج صېب پۀ شاعرۍ کښې زۀ پۀ ټولو ځانګړونو خبره  کوم  نو ډېر زيات ځاې، وخت او د خپل قاري ډېره حوصله به رانه غواړي ، بس پۀ دې پورته خبرو او مثالونو دغه ثابتول غواړم  چې مږ د شاعر نه څۀ طمه لرو هغه ځانګړنې خو ټولې  د سراج صېب پۀ شعر کښې دادي ، کۀ ټولې نۀ وي څۀ نا څۀ شته. بيا هم دا وايم چې هر انسان پۀ خپل ځاې پېدا وي  او هر شاعر ځان ته ټولنه کښې خپل مقام لري، ما سراج صېب چا سره نۀ دی پر تله کړی، او نۀ دا وايم چې سراج صېب چا نه ښۀ او چا نه خراب شاعر دی. زۀ دا ويل غواړم چې کۀ مونږ نن سبا د پښتو شاعرۍ د پاره کوم معيارونه لرو  ، نو د سراج صېب شاعري خو دا دی  پۀ هغه معيارونو پوره ده او د پښتو شاعرانو  پۀ فهرست کښې دغه نوم ليکل 

شوی دی ، زۀ دوې ته دعا او تاسې ته مننه کوم چې ددې مشر شاعر  پۀ   

شاعرۍ مو زما خبرې ولوستې، سره ددې د عمر پۀ لحاظ به اوس هم ځانته  ددې  خبرو اجازه نۀ ورکوم. تاسو پۀ خدای سپارم  او د سراج صېب د شاعرۍ دنيا درته پۀ دې بېتونو پرانيزم چې

۱۰.

چې زما راتلو ته دومره خوشالېږې

ګرانه زۀ به د چړو پۀ څوکو درشم


 تۀ چې ما پخلا کوې څومره مزه کړي

کله کله درنه ځکه مرور شم


پۀ ډېر درناوي


 مير احمد ياد

کابل  ) افغانستان (

۷   / اکتوبر ۲۰۱۷ ء



 

   

د شعور انګازې

د اورېدو قيصه


سراج الدين سراج چې پۀ عامو ناستو بنډارونو کښې غلے غلے، ساده ساده او ملنګ طورے انسان ښکاري، پۀ خپل داخل کښې د هنګامو ډکه نړۍ لري. هغه چې سړے د لږې فاصيلې نه ګوري، داسې عاجز خويه، قانع، بې پرواه او بې لحاظه انسان معلومېږي، او داسې بېخي نۀ ښکاري چې هغه به پۀ خپل اندرون کښې دومره خبر لوس، دومره ګويانه او د دومره کره  او قوي مشاهدې خاوند وي. خو چې بنده يې لږ د نيزدې نه جائزه واخلي. نو پۀ اسانه پۀ دې نتيجه او رسي چې هغه څومره کره معروض ، پوهه، بې قراره سيمابه  او  پۀ وړو وړو خبرو ژړېدونکے او خندېدونکے داسې حساس انسان دے چې هر وخت يې پۀ زړۀ او ذهن کښې د ټولې نړۍ شور او هنګامې را يو ځائے شوي دي، کله يې د ځان سره ژړوي او کله يې خندوي، کله يې ګډوي او کله يې بې حسه کوي هم. هم دغه ټول کېفيتونه د هغۀ د شعور د بې مخه چاڼ نه را تېروزي. د هغۀ تخليقي زور او فني اوستکاري ورسره ملګرې کېږي  او پۀ نتيجه کښې يې هغه انګازې مخې ته راځي، چې هم شعور دے، هم شور دے او هم شعر دے.

         ښاغلي سراج الدين سراج پۀ لږه موده کښې د خپلې شاعرۍ پۀ زور پۀ پښتون  ولس  کښې خپله پېژندګلو پېدا کړې ده او ددې غټ سوب د هغۀ تخليقي صلاحيت، اخلاص او د خپل ولس کلتور،  ژبې او خاورې سره کلک تړون دے. هغه ډېر پۀ استقامت او اخلاص خپل ادبي سفر روان ساتلے دے او ځانله يې ګڼ شمېر مينه وال پېدا کړي دي 

         د ښاغلي سراج الدين سراج شاعري د هغۀ د معروض او د هغۀ د قام او ولس د پوره ژوند داسې ريښتونے عکس دے چې د هغوې عقيده، روائيتونه، رسمونه  رواجونه، نفسيات، سياست ، معشيات او ټولې خوبۍ او خامۍ پۀ ډېر فني مهارت او شواخون پۀ ځايې کړے شوي دي – د هغۀ شاعري د خپل عصر او دور ترجمانه ده  او ژوند ته ډېره نيزدې ده. 

         د ښاغلي سراج الدين سراج د ”شعور انګازې“ د هغۀ د معروض، د هغۀ د خاورې، د هغۀ د عصر او د هغۀ د کلهم ژوند داسې قيصه ده چې د قيصې نۀ زيات تنقيد دے، تاريخ دے، تجزيه ده او تبصره ده. خو بيا د شعري لوازماتو او رواياتو پۀ خوږو خوږه ده، ځکه خو دغه قيصه د هر پښتون قيصه ده. دغه قيصه هم د لوستو ده، هم د کتو ده او هم د اورېدو ده.

پۀ ډېره پښتنه مينه


پروفېسر عطاء الرحمان عطاء

چئيرمين پښتو څانګه

ګورنمنټ پوسټ ګريجوېټ  جهانزېب کالج

سېدو شريف سوات


 


د شعور انګازې

         ستر خوشحال بابا د دستار نامې پۀ څوارلسم هنر کښې ليکلي ، چې شعر د شعور نه مشتق دے. اؤ دا پۀ فطري جبلت اړه لري چې د چا طبعه چې پۀ فطري ډول شعر ته جوړه وي، نو هم هغه شعر ليکلې شي. مطلب دا چې يو خو شعر د پوهې نه عبارت شو، زيرکي او دانش شو، چې پۀ عربۍ کښې د شعر هډو لغوي مفهوم بعېنهِ پوهه ده او بل شعر نېغ پۀ نېغه الهام شو ، چې علاقه ئې د آمد سره جوړېږي.

پۀ لرغوني وختونو کښې روميانو به شاعر ته  وېټس) (vates وايو ، يعنې پېش بين ، رسېدلې يا غېب دان ـ پۀ نورو لفظونو کښې مونږ وئيلې شو ، چې روميانو شاعر ته د يو ولي الله يا رسېدلي بزرګ درجه ورکوله ـ دغه شان يونانيانو د شاعر د پاره poet   نامه پکاروله اصل کښې poet  د poiein ) ( نه وتې دے. چې د تخليق کار معني ښيندي. او تخليق هم هغه څوک کولې شي چې د هغۀ سره د هنري ښکلا سره سره د پوهې او علميت پنګه هم وي. دا شان عرب کښې هم شاعر ته د ابتداء نه ډېر پۀ درنه سترګه کتلې شوه، او شاعران يې تلاميذ الرحمٰن ګڼل. عٰن چې پۀ کومه  قبيله کښې به شاعر راپېدا شو، نو نورې قبيلې به يې مبارکۍ ته ورتلې. او خپله د دغه متعلقه قبيلې زنانه به خوشحالېدې، او نوې جامې او کالي پتري به يې اچول، ځانونه به  يې سنبال کړل، بهر به را اوتلې، رقص او نڅا به يې کوؤ، سندرې به يې وئيلې، چې زمونږ د ژبې، کلتور او تاريخ امين پېدا شوې دے.  مونږ خوشحاله يو او وياړ پرې کوؤ.

د دغه تمهيدي بحث پۀ نچوړ کښې مونږ پۀ دې نتيجه رسو، چې خوشحال بابا د شعر و شاعر پۀ حواله د روميانو ، يونانيانو او عربو د خيالاتو اعاده کړې ده.

دغه د شعور، الهام، جبلت، پوهې او هنر بنيادي خبرې دي، چې شعر ترې د شاعر پۀ ذريعه وجود بيامومي.

زما زېرِ نظر کتاب ”د شعور انګازې“ هم د دغې زېږون ځائې نه رازيږېدلې دے چې منبع يې د سواستو د ګلورينې سيمې او واورينو سردرو، د ښېرازه فکر څښتن ښاغلے سراج الدين سراج دے.

دا شعري ټولګه پۀ غزلونو، نظمونو او قطعاتو اړه لري. اکثر غزلونه يې د روايتي مضامينو پۀ رنګ کښې خوشتۀ دي، چې د غمِ جانان، حسن وعشق، انتظار، وصال، بېلتون، ګيلې مانې يا پۀ نورو ټکو کښې د شاعر د ذاتي، قلبي او داخلي وارداتو مباحث يې پۀ خپل ځان کښې رانغښتي دي، چې ښۀ شعرونه پکښې شته ، ولې دغسې اشعار پکښې ډېر خال خال بياموندلے شي چې قاري ورته سر اونيسي.

ددې کتاب د نظمونو برخه  د يو حده پورې دا اغېزه لري چې لوستونکے پۀ سوچ مجبوره کړي. او دغه سوچ د موجوده کړکېچن بحرانونو دے چې من حېث القوم ترې مونږ تېرېږو. ددې سره سره ځنې نظمونه يې د مشورې مفکوره لري. دغه مشورې قاري ته ورکړې شوي دي، چې دا دا  لارې، خويونه او رويۍ خپلې کړه، نو دا دا ځايونه، مقاصد او احداف به تر لاسه کړې. څۀ کۀ هم د ښاغلي شاعر دغه رقم نظمونو پۀ خپل بېن السطور کښې ډېر بې رحمه طنز او اېغې نېغې نيوکې رانغښتې دي. ولې ظاهراً دغه مشورې د منفي رحجاناتو او وړانديزونو عکاسي کوي.

ددې کتاب زړۀ پورې برخه د قطعاتو ده. دا قطعات ډېر ساده، سوچه، آسان او زړۀ راښکونکي دي. هره قطعه کښې يې يو ځانګړے سوچ او نا اشنا مضمون بيان کړے دے. هم دغه سوچونه او مضامين دي چې ژوندي عکسونه يې ښاغلي سراج صېب پخپله ټولنه کښې مشاهده کړي دي. اؤ کله چې يې د هغۀ د وجدان پۀ هينداره کښې انعکاس کړے دے. نو د څۀ تعطل نه بغېر يې د قطعې بڼه اختيار کړې ده.

دا قطعات کۀ يو خواه مونږ ته زمونږ د ټولنيز ژوند بلها خامۍ، کمۍ او کمزورۍ پۀ ګوته کوي، چې شاعر پرې لکه د يو سخت زړي قصاب د طنز د ټوکان مضبوط مضبوط ګزارونه کړي دي. نو بل اړخ ته ډېره نرمه او پسته پسته مزاح هم  لري، چې د لوستونکي زړۀ او ذهن ارومرو تخنوي.

دلته دا خبره د يادونې وړ ده چې پۀ ښاغلي سراج به د خپل ډېر نيزدې ملګري محترم عبد الرحيم روغاني  صېب  د صحبت اثر خامخا شوې وي، او د قطعاتو رنګ به ئې ترې اغستے وي. خو ښاغلي سراج الدين سراج پخپلو قطعاتو کښې خپل ځانګړے شناخت برقرار ساتلے دے. چې پۀ فکري او نظري دواړو حوالو پکښې يو جوت توپير دے.

”د شعور انګازې“ د سراج الدين سراج د شاعرۍ يو محدود درې ګوټيزے مېدان دے، چې هغۀ پکښې د خپل خيال او فکر پۀ شاتوري نيلي سورلي کړې ده، چې  کله  بېخي پۀ دوه پښې ښکاري. خو کله کله پۀ ايرغه ايرغه روان دے او کله پۀ ټکه چال دے. ولې د خپل متحرک شخصيت پۀ څېر همېشه پۀ حرکت کښې دے. پۀ منډه دے، چاق دے او کۀ  ورو دے، خو د فکري تضاداتو سره روان ضرور دے.

پروفېسر ډاکټر

علي خېل درياب

چئيرمين پښتو څانګه

ملاکنډ پوهنتون

نېټه   ۴  / دسمبر ۲۰۱۷ ء


         


د سراج الدين سراج صېب

د شاعرۍ فکري اساس

 

چې د کرب او اذيته سره مخ شوم

د لمبه لمبه وختونو ترجمان شوم


د اُميد لۀ بامه پړمخې رارتاؤ شوم

منزل  پاتې شو اخته پۀ وير د ځان شوم


د ايران د دورِ مشروطه پۀ شاعرانو کښې فراهاني اميري( 1857 )   ډېر مشهور او لوے شاعر تېر شوے دے.

فراهاني اميري د څوارلسو کلونو وۀ چې د پلار د مينې  محروم شۀ. پلار ئې ډېر قرضدارے وۀ. د پلار د مرګ نه پس قرضدارو غوښتل چې د پلار لۀ خوا پاتې زمکه ترې د اوبو پۀ بيعه واخلي او خپلې قرضې دغسې تر لاسه کړي. فراهاني اميري  چې د دغه صورت حال نه تنګ شۀ نو پېدل تر تهران ورسېدۀ. 

پۀ تهران کښې ئې د غمِ روزګار پۀ اذيت ناک صورتحال يوه قصيده وليکله. دغه قصيده د يو وزير حسن علي خان تر غوږو هم ورسېده. او هغۀ د اميري سرپرستي شروع کړه. څۀ وخت وروسته د بادشاه لۀ خوا  هغۀ ته د اديب الملک خطاب ورکړے شۀ. او د تبرېز پۀ مدرسه لقمانيه کښې ورته د استاذۍ منصب هم ورکړے شۀ.

خو زمونږ د سراج صېب د فکري بېدارۍ قيصه د اميري د قيصې نه بېخي اپوټه ده ـ سراج  صېب د شاعرۍ شروع کولو نه مخکښې د استاذۍ پۀ مقدس منصب خپلې ذمه دارۍ پوره کولې او د روايتي تعليم پۀ ذريعه ئې د قوم د بچو تربيت کولو. 

د دغه منصبي ذمه دارۍ زولنۍ چې ئې لۀ پښو پرانستې  نو د فکر مارغانو ئې هم د پرواز وزرې پرانستې، او لکه د يو پخته کاره هنر مند ئې د ټول پښتون قوم د ذهني او فکري تربيت قومي ذمه دارۍ ته ملا وتړله. د سراج  صېب د شاعرۍ ابتداء د روايتي شاعرانو او روايتي شاعرانه ماحول نه بالکل اپوټه  پۀ مېچيور Mature  عمر کښې شوې ده. هغۀ پۀ هلکوالي يا وړوکوالي کښې شاعري نۀ ده کړې ځکه خو د هغوې پۀ شعر کښې د فکري پختګۍ او شعوري بلوغت  احساس برڅېره محسوسېږي.

هغوې د خپل شعر د پاره د نامانوسه او ثقيله الفاظو پۀ سمندر کښې بې مقصده غوپې نۀ دي وهلي، نۀ ئې د صوتي آهنګونو او شاعرانه بندشونو پۀ لوازماتو خپل فکر قېد کړے دے.

هغوې د اولس بنيادي او ژونديو مسئلو ته توجه کړې ده، د عالمي انسانيت، عالمي امن او پښتون وطن د ترقۍ او څوکالۍ د پاره ئې د اولس عمومي ژبې، روزمرې او محاورې ته د شعر جامه ورکړې ده. او د طنز و مزاح پۀ رنګينه پېرايه کښې ئې د ټولنې پۀ غلطو رسمونو، جهالت ، بې اتفاقۍ او تربګنۍ پۀ داسې حساسه او شعوري توګه نيوکې او ټکونه کړي دي چې لوستونکے او اورېدونکے ترې هم خوند واخلي او هم عبرت. هم دغه وجه ده چې د سراج صېب پۀ شعر کښې د ژوند حرارت هم شته او د فن خواږۀ هم. د هغوې پۀ شاعرۍ کښې د ساعت تېري مواد هم شته، خو هغوې شاعري د ساعت تېري د پاره نۀ ده کړې. د هغوې د شعر مجموعي موضوعات د زپلي اولس د ذهنونو ترجماني کوي، او د اولس د ذهني او شعوري تربيت قومي ذمه داري پۀ ډېر اخلاص او پوره  پښتني جذبه سر ته رسوي.

هيله لرم چې د سراج صېب دغه عزم هم دغسې قوي ، تاند او څپاند  پاتې شي ، او د خپل رسا فکر ملغلرې د اولس پۀ ذهنونو داسې شيندي.


چې پۀ دليل استقامت باندې خبره کوي

هغه د خپل موقف دفاع ډېره پۀ نره کوي

چې ترجمان وي د  ولس د احساساتو ، هغه

نۀ پۀ پېسه خرڅېږي ، نۀ د چا نه ويره کوي



پۀ درناوي

عثمان اولس يار

نېټه  20 / دسمبر  2017ء

 


تاثرات


سراج لالا سره زما پېژندګلو په اول ځل بي بيوړه (بره دير) كښې په يوه مشاعره كښې په دولسم اګست ۲۰۱۶ء شوې وه. هلته چې دوى خپل كلام واورولو نو حاضرينو او سامعينو بلها ډېر داد وركړو. زما په پوښتنه راته معلومه شوه چې دا سراج الدين سراج دے. د سوات اوسېدونكے دے. د محكمه تعليم نه د استاذ په حېث د خپلو فرائض منصبي نه ريټائر دے. د شاعرۍ يو كتاب يې چاپ دے او بله شعري مجموعه يې هم چاپ كېدونكې ده. په دغه ورځ  مې د لالا سره دا اولنے او مختصر ملاقات ؤ.

وخت لالا ته د پرله پسې ملاقاتونو په وجه نېزدې كړم او څو څو ځله مې په مشاعرو كښې واورېدو.

اوس سراج لالا درېم كتاب د شعور انګازې چاپ كوي او پۀ دې كتاب زما تاثرات غواړي يقيناً زما دپاره دا ګرانه ده چې د دومره لوے شاعر په كلام ليك اوكړم، ځكه چې سراج لالا نه صرف دا چې زما نه په عمر مشر دے بلكه د هغه هنر، فن او فكر هم زما په خيال زمانه ډېر لوړ دے. خو د شاعرۍ د يو مينه وال په حېث د لالا په كلام خپل تاثرات شريكول خپله خوش بختي ګڼم.

اولنۍ خبره خو داده چې سراج الدين سراج لالا شاعر دے او ډېر ښه شاعر دے. د هغوي شعرونه د معاشرې هنداره ده، په شاعرۍ كښې يې هغه ټول موضوعات شته كوم چې د يو ښۀ شاعر په كلام كښې پكار وي. لالا د دوران د غمونو سره سره د جانان غمونه هم ژړلي دي، دخپل قام په حال باندې افسوس هم كوي او د پرمختګ لارې چارې هم ورته ښايي. نظم، غزل او قطعات درې واړه ډېر ښكلي ليكي. د نظم خيال او رواني يې لوستونكي د ځان سره اخلي. په نظم كښې كمال دا كوي چې منظرونه لكه د تصويرونو مخې ته راوړي. د شعر ژبه يې خوږه ده او اسلوب يې ځانګړے دے. شعر يې مقصديت لري. زير نظر كتاب او تېر چاپ كتابونه يې په پښتو شاعرۍ كښې ښكلې اضافه ګڼم.

الله دې راته لالا ژوندے لري چې هم دارنګه ښكلي شاعري كوي، چې مونږ ترې خوندونه هم اخلو او زده كړه هم ترې كوو.


په ډېره پښتنه مينه

بخت زاده دانش

ليكچرر شعبه انګريزي

شهيد بېنظير بهټو پوهنتون

شيرنيګل بره دير

 

 


خپلې خبرې

                  

ګرانو مينه والو!  کال 2017ء  پۀ اخيري مرحلو کښې دے او دادے زما دريمه شعري مجموعه )د شعور انګازې ( هم ستاسو لاسونو ته در اورسېده. دا زما ستاسو سره وعده وه چې د پاک رب پۀ فضل او ستاسو پۀ دعاګانو سر ته او رسېده. ددې نه وړاندې مې  خپلې دوه شعري مجموعې  (پهې پۀ پرهر) او (داغونه مې خالونه کړل) بالترتيب پۀ 2015 ء او 2016 ء کښې  ستاسو ښو لاسونو ته در رسولي دي. او  دا دواړه  مجموعې د نيټ  پۀ  لاره  پۀ    pukhto.net    او  daryaab.net  هم  پرتې دي چې تاسو يې ډاونلوډ کولے هم  شۍ.

کۀ ستاسو مينه او ډاډ ګېرنه راسره دهغسې مل وي  نو د رب جليل پۀ حکم به دا سلسله  هم دغسې روانه وي. زما دا کوشش دے چې ددې کتاب د اشاعت نه پس د دغه زړو دوه وۀ  ذکر شووۀ کتابونو دويم ټوک هم چاپ شي او کومو ملګرو ته  چې نۀ وي رسېدلي، هغوې ته هم او رسي.

ددې کتاب کمپوزنګ، ترتيب وغېره ما پخپله کړي دي او لکه د نورو کتابونو مې د لوست د آسانۍ د پاره  د حروف تهجي ترتيب برقرار ساتلے دے. ددې کتاب د پروف ريډنګ او د املا  د درستګي  ستړې پۀ ما ګران او قدرمن شخصيت وکيل خېرالحکيم حکيمزي صېب  د نور کله پشان  پۀ ډېره مينه ترسره کړي ده، چې زۀ يې د زړۀ لۀ کومي منندوې يم.

ددې کتاب تقريباً  نيمه برخه پۀ غزلو او نظمونو مشتمله ده او نورې قطعې دي. زما لوستونکو ته  خواست دے چې کۀ څوک پۀ کوم    

ځايې کښې هم زما د خيال سره اختلاف محسوس کړي نو خاطر دې نۀ درنوي. پۀ کتاب کښې زما د رابطې پۀ شمېره دې  راسره خپل اختلاف شريک کړي نو پۀ نوي ايډيشن کښې به ورله دغه ګيله ورکه کړم، ځکه چې زۀ هم انسان يم او غلطي د انسان خاصه ده.

شاعر د قام سرمايه وي. د قام دردونه، غمونه، بې وسي او بې حسي د شعر پۀ ژبه بيانول خپله فريضه ګڼي او د يو ويښ وګړي په حېث قام ته د پرمختګ لارې چارې پۀ ګوته کول خپله وظيفه ګڼي. ما هم تر خپله وسه د قام غمونه او دردونه د قلم پۀ څوکه د شعر پۀ ژبه د بيانولو کوشش کړے دے.

چونکه مينه محبت د ژوند يو رنګينه برخه ده ـ د مينې محبت نه بغېر ژوندون نيمګړے دے ، پۀ دې سبب ما هم پۀ خپله شاعرۍ کښې رومان له مناسب برخه ورکړې ده چې قاري ته د بوريت احساس او نۀ شي. د پښتو يوه ټپه ده:

چې يارانه يې کړي نۀ وي

لکه هندو بې کليمې لويې شوے وينه

يو وضاحت بل کول لا زم ګڼم او هغه دا چې د مير احمد ياد صېب پۀ تاثراتو کښ درې شعرونه  شپږم، اتم او لسم  شعر  د حوالې پۀ توګه زما د بل کتاب (داغونه مې خالونه کړل) نه اغستي شوي دي او دا درې شعرونه پۀ دې کتاب کښې موجود نۀ دي بلکه ما ورته سهواً لېږلي وؤ                    

د سعودي عرب پۀ خاوره ميشته د ګران سکندر شاه صېب د زړۀ لۀ کومی منندوې يم چا چې زما پۀ نوم  پېج جوړ کړے دے او ډېر پۀ مينه او زيار پرې زما شاعري د مينه والو سره شريکه وي.   

پۀ خصوصي توګه د ګران وکيل حکيمزي صېب، د کابل افغانستان د ځوان زلمي شاعر،اديب مير احمد يا د صېب، د ګران ملګري پروفېسر عطاء الرحمٰن عطاء صېب، ګران او زړۀ ته نيزدې ډاکټر علي خېل درياب صېب، قابل قدر عثمان اولس يار صېب، پۀ ما ډېر ګران کشربخت زاده دانش صېب او قابل احترام هستۍ فخرِ پښتونخوا محترم رحمت شاه سائل صېب د زړه لۀ کومي مشکور يم چې زما پۀ ماته ګوډه شاعرۍ يې د خپلو زرينو خيالاتو څرګندونه اوکړه  او ماته يې لويې درناوے را اوبښلو.

د ګران سميع الله ګران صېب هم د زړه لۀ تله منندوې يم ، چا چې د کتاب د اشاعت پۀ لړ کښې زما سره تر خپله وسه خواري او زيار کړے دے.                 

                          

سراج الدين سراج

ماسټر آباد) ا ساله (

خوازه خېله سوات

ګرځينده شمېره :- 03449777120

نېټه يکم   اکتوبر 2017 ء

 




دلته چې د چا ــــــــ پۀ زړګي غم نۀ وي

پوهه شه چې ـــــــــ دا به بنيادم نۀ وي


خپل زخمونه ـــــــ هر سړي ته مۀ ښايه

خلکو کره ــــــــ مالګې وي مرهم نۀ وي


کله چې ژړا ــــــــــــــ د حد نۀ ډېره شي

څړيکي کوي زړۀ سترګو کښې نم نۀ وي


ناز او ادا ـــــــــــ ښکلو سره خوند کوي

دا چې نۀ کړي ـــ بيا خو به صنم نۀ وي


امن کۀ دې خوښ وي نو پنجاب ته ځه

هلته کښې مېلې وي ـــــ هلته بم نۀ وي


دا د مير صادق ــــــــ او مير جعفر بچي

زور او زر لري ـــــــــــ خو محترم نۀ وي


ّهيڅکله به سيالو سره ــــ سيال نۀ شي 

لاس کښې د پښتون چې څو قلم نۀ وي


ننګ باندې چې ــــــ اودريږي د قام سره

بيا خو به سراج ـــــــ د چا نه کم نۀ وي


            سراج الدين سراج

             "غم نم او صنم"

*

                         ملغلرې


پۀ دنیا کښې کۀ دولت دے ــــ خو صحت دے

د دنیا بازار ــــــــــــــــ ښائيسته پۀ محبت دے

حسد کرکه کینه بغض ــــــــــــــــ مصیبت دے

چې پۀ مینه شي نو ــــــــــــ دا دنیا جنت دے

علم پوهه آګاهي شعور ـــــــــــــــــ نعمت دے

ناپوهي خود غرضي جهل ــــــــــــ ذلالت دے

قرباني مینه ـــــــــــــــــــ ددې دنیا زینت دے

ژړا ویر دے هلته ــــ چرته چې وحشت دے

کۀ پوهېږې اصل شے ـــــــــــــــ انسانیت دے

هلته مینه ورور ولي ده ـــــــــ چې الفت دے

حکومت پۀ نورو زړونو ـــــــــــ حکومت دے

د ژوندون مقصد بل هیڅ نۀ خو خدمت دے

حلال کسب حلال رزق ــــــــــــــ عبادت دے

د حرامو نه ځان اوساته ــــــــــــ زحمت دے

دروغجن د خدائے دشمن دے پرې لعنت دے

د سراج زړګے ټکور ـــــــــــــــ پۀ قناعت دے


                     سراج الدين سراج

                    " د شعور انګازې"