ته خپل غمژن غمژن اواز رسؤل چا ته غواړې ؟

دا کله کله چــې ټپـې کــوې دا چــا ته کــوې ؟؟


رحمت شاه سائل


زما په کتاب د خوږ ملګري تکړه نقاد ستر محقق  عدنان خیالي صېب لیکلي تفصیلي سریزه 

ـــــــــــــــــــ

"ستا د ښائیست ګلونه ډېر دي"


په نړیوال ادبیاتو چې نظر تېروو، ځینې ادبي اصناف داسې په نظر راځي ، چې هغه د حالاتو چپو او د وخت ګوزارونو ته لکه د غر ولاړ وي، په هر حال کښې ئې خپل حثیت په ځاے ساتلے وي ـ د دغه صنفونو درجه بندي کۀ وکړې شي، نو د پښتو اولسي صنف "ټپه" به د سر په اصنافو کښې شمېرلے شي، کومې چې په خپل لنډ تنګ وجود کښې د معنیو مفاهیمو سره سره د پښتنو د ټولنیز ژوند، نفسیاتو او پښتون تاریخ وغېره عکاسي په ښۀ شان ځاے کړې دي ـ قلندر مومند په کتاب "تنقید" کښې په مخ ۷۳ وائي:

"د ژوند په هره شعبه کښې د بقا دپاره چې کوم جدوجهد کیږي د هغې لازمي نتیجه دا وي چې کوم څیز د باقي پاتې کیدلو ډېر استحقاق لري هغۀ پاتې شي او نور ورک شي دې ته د بقائې بهترین اصول وائي" ـ 


زۀ چې د قلندر مومند دې خبرې ته فکر کووم، نو په دې رسمه چې پښتو ټپه د بقائي بهترین د اصولو ښکاره مثال دے ـ


 پوهان وائي ټپه دومره زړه ده څومره چې پښتانۀ زاړه دی ـ دا د پښتنو د ژوند سره د وړومبنے ورځې نه تړلې شوې ده ـ او بیا د ټپې د لرغونتوب په لړ کښې د یو مستشرق جنزانولډسن دا دعویٰ ده، چې ټپه د اریائي دور نه د پښتنو د ژوند سره را روانه ده ، د نن نه خوا او شا درې نیم زره کاله مخکښې د ارین په سیمه به سوما، یا هوما ګل کېدلو، یو قسم نشه ایز مشروب به ترې تیارېدلو، او بیا به د ارین په خاصو موقعو/اخترونو/تهوارونو څښلے کېدلوـ دې ګل کښې به یو قسم رس ؤ، چې د ورځې به شوکولو، لؤ کولو سره به ورته نقصان رسېدو، ځکه به دا د شپې د سپوږمۍ په رڼا ناوادۀ شویو زلمیو، جونو لؤ کولو، دغه دوران کښې د یو چا د خولې نه د خپل محبوب/محبوبې د پاره دا ټپه ختلې ده :


سپوږمیه کړنګ وهه راخېژه

یار مې د ګلو لؤ کوي ګوتې ریبې نه


چې د پښتو وړومبۍ ټپه ده ـ هغۀ په دې نوم کتاب هم چاپ کړے دے ـ چې د پښتو ټپې او متلونه په کښې سره د انګرېزۍ ژباړې ورکړې شوې دي ـ خو د دې ټپې ساخت ته چې سړے وګوري نو دا وړومبۍ ټپه نۀ بریښې بلکې داسې لګي لکه چې د ښۀ ارتقائي مرحلو نه تېره شوې ده، خو د خپلو ځانګړي خصوصیاتو له کبله پرې اوس هم د نوې دور د اورېدونکيو احساسات، جذبات رالړزیږي ـ په دغه کښې د حنیف خلیل دا خبره د یادونې وړ ده ـ هغۀ وائي:


"ټپې د زرګونو کالو، نه سینه به سینه او نسل در نسل منتقل کیږي را روانې دي ـ دا اولسي شاعري د عام انساني ژوند د هر دور ترجماني کوي، د ډېرې مودې تېرېدو باوجود په دې کښې ژوند دے، ځکه داسې لګي لکه زمونږ د دور لیک چې وي"


بیا هم ځینې پوهان د دې لرغونوالے نۀ مني او وائي چې دا ډېر زوړ صنف نۀ دے، کومې د تېر وخت واقعاتو ته چې اشارې شوې دي، دا وروسته د "صنعت تلمیح" په صورت کښې زمونږ مخې ته راغلي دي ـ بحرکېف په ټپه کښې چې کوم طاقت دے د هغې په تناظر کښې دا خبره بې ځایه نۀ ده، چې کۀ ټپه درې زره کاله زړه ده، کۀ زر کاله او کۀ پنځه سوه، خو دا حقیقت دے چې د هر دور خلق به ترې نوے نوے خوند اخلي او د دې مقام او تاثیر چې پنځه سوه یا زر کاله مخکښې څنګه ؤ، نو دومره کالونه پس به هم هغسې وي ـ


دا خبره د منلو ده، چې د ټپې خپل حثیت مسلّم دے، خو بیا هم ژوند د تغیر نوم دے ـ  څومره څومره چې وخت تېریږي، په هر څیز کښې د جدت او فراختیا هڅې کیږي ـ داسې د ټپې په مد کښې هم شوې دي ـ کۀ څۀ هم په نثر کښې په ټپه اغاز، اختتام یا په بیان او خپله خبره کښې د زور پېدا کولو د پاره د ټپې استعمال یا منځ تر منځه وئیل هم لیکوالانو غوره ګڼلې دي ـ خو د دې په بنیاد د څو نویو صنفونو په وجود کښې د راوستلو کوششونه هم شاعرانو کړې دي، په دغه لړ کښې د ازاد نظم اخر سر ته ټپه لګول، د معریٰ نظم د مصرعو لاندې ټپه راوستل، په ټپه سره د نظم ختمولو نه علاوه ځینې نور ځانګړي اصناف هم تیار کړې شوې دي، لکه ټکوریزه او ټپئیزه، خو دې کښې چې کوم صنف د جدید او مروج صنف مقام څۀ قدرې موندلے دے، هغۀ ټپئیزه ده ـ 


د ټپئیزې هیئت داسې وي چې وړومبۍ درې مصرعې د ټپې د وړومبۍ مصرعې په سېلابونو/څپو یعنې نهه نهه سېلابه کښې ولیکلے شي او بیا اخره کښې ټپه ولګولے شي او داسې د پنځه مصرعو خوږ او موزون صنف تیار شي چې په موسیقۍ، ترنم یا تحت اللفظ وئیلو سره ئې اورېدونکي خوښوي او خوندونه ترې اخلي ـ خو ځینې پوهه خلق وائي چې له دنیا څخه په نۀ ختمېدونکي څیزونو کښې یو څیز "اختلاف" هم دے، چې دا نۀ ختمیږي، نو په دغه مصداق په ټپئیزه هم ډېر ټکونه کیږي، چې دا د ټپې مفهوم ته نقصان رسوي، ټپه خپله پوره وي، ټپې سره نور څۀ لګول سمه خبره نۀ ده یا دې سره تړلې مصرعې اکثر سطحې لفاظي وي او داسې خوندوره ټپه د "شتر و ګابه" په لار سمه کړې شي ـ 


بیا هم ځینې تجزیه کوونکي وائي چې نۀ، په ټپئیزو سره زمونږ لرغوني، تاریخي، نایابه او اهمې ټپې د تکرار او ابلاغ سره سره خوندي کیږي او نوے صنف هم په وجود کښې راځي ـ ځکه دا صنف دې هم په سنجیدګۍ سره ولیکلے شی ـ

د ټپئیزې خوند او تاثیر هله زیات وي، چې د ټپې نه مخکښې راغلې درې مصرعې د متعلقه لنډۍ سره سمون خوړونکي ولګولې شي ـ په  ټپئیزو کښې داسې موزونیت، خوند او اثر ډېر کم لیکوالان پېدا کولے شي ـ او په دغه لیکوالانو کښې یوه نامه د سوات د ګل ورینې سیمې کنډاک بریکوټ سره تعلق لرونکے نصیب زاده تنها دے ـ څوک چې د رزق په تکل کښې د باهر هېوادونو شګې چڼوي خو د ژوند په دغه سختو منډو ترړو کښې د خپلې مورنۍ ژبې د څڼه سترګې کولو نه هم مخ نۀ اړوي ـ د خپلو بچو د خولې نوړۍ نیموي او کتابونه پرې چاپ کوي ـ د پښتو شعري ادب ځولۍ ته ئې دوه د معیاري شاعرۍ ټولګې وربخښلې دي ـ او اوس غواړي چې د پښتو ادب د دې څۀ قدرې نوې صنف "ټپئیزې" ټولګه هم د پښتو ژبې او ادب مینه والو او د زوق خاوندانو ته وړاندې کړي ـ


نصیب زاده تنها د خپلې ژبې او اولس خواخوږے دے، په دې ازغنه لار د بلها کړاوونو نه راتېرېږي خو دا ټولې سختې تکلیفونه په خپله مورنۍ ژبه زبادوي نۀ بلکې ښکاره وائي:


د خپلې ژبې لېونے یم

د اغیار سترګو کښې ازغے یم

زۀ هم په دے باندې ژوندے یم

پښتو مې مور زۀ یې بچے یم

مور د بچو په توره تل فخر کوینه


دوي په بېلابېلو موضوعاتو اډانه تر درې سوو پورې ټپئیزې لیکلې دي ـ هره ټپئیزه ئې ځان له ځان له کېف او موضوعاتي اړخ لري، چې لوستونکي به ترې د خپل خپل ذوق مطابق خوندونه واخلي  ـ خو زما په کښې د دۀ سیاسي او انقلابي رنګ زیات خوښ شو ـ


نصیب زاده تنها سوچه قام پرست او د ستر باچا خان بابا د فکر او کاروان غړے دے ـ ځکه وائي:


دا چې سیالي مو یو په لس ده

مونږ سره مینه د اولس ده

چا وې چې دا خواري عبث ده

مونږ له هم دا ازادي بس ده

چې غلامان د باچا خان د فکر یو نه


تنها په خولۀ باچاخانے نۀ دے، بلکې د بابا او د هغۀ د ملګریو د تحریک، تاریخ او مبارزه ئې مطالعه کړې ده ـ  نو لیکي:


زمونږه هر مشر نېک نام دے

دوي ته مو هسې نوم بدنام دے

نن چې اولس کښې شعور عام دے

دغه تاریخ زما د قام دے

چې د خدائي خدمتګار ژوند یادوومه


یوه بله ټپئیزه ئې ده:


ښۀ په خندا ترانې وایم

د ستر بابا ترانې وایم

یمه تنها ترانې وایم

د پښتونخوا ترانې وایم

هسکه غړۍ د باچا خان دیدن له ځمه


او بیا دا ټپئیزه خو ئې د بابا د فکري ملګریو ارمان دے:


درد یم درمان سره مې ښخ کړئ

د خپل جانان سره مې ښخ کړئ

فخر افغان سره مې ښخ کړئ

د باچا خان سره مې ښخ کړئ

چې د کابل جونې دعا راته کوي نه


د سیاسي نظر نه پرته د تنها په ټپئیزو کښې انقلابي رنګ هم ښۀ جوت دے، څو نمونې ترې دا دي:


ما چارماري کړئ ما سنګسار کړئ

د زمکې مخ رانه وزګار کړئ

په ګلخانانو کښې مې شمار کړئ

ما چرته سپیو ته ګوزار کړئ

کۀ د وطن د سر سودا مې کړې وي نه


یو بل ځاے وائي:

نور د جنګونو نه قلار شئ

بس کړئ روان په سمه لار شئ

د خپل تاریخ نه خبردار شئ

پښتنو پاڅئ رابېدار شئ

نوې پېړۍ ده خلق ځان تیاروي نه


یا دا ټپئیزه چې:


وه د مظلوم اولس سالاره

لار دې خطه کړه له سرکاره

زۀ دې یم مل په هره لاره

په انقلاب مئینه یاره

دا ستا د پاره سالو سور په سرومه


او بیا لیکي:

د انقلاب شپېلۍ غږېږي

ټول پښتانه را یو ځاے کیږي

دا وران وطن به ابادېږي

د امن غږ به پورته کیږي 

که په چا بد لګي په کور  دې ژوند کوینه


خو د انقلاب د غږ سره سره پښتنو ته دا هم وائي:


زما لالیه زما ځانه 

خبره اومنه نادانه

دنیا په امن ده ودانه

ځانله راباب واخله جانانه

د ټوپک مینه به دي ورک د ملکه کړینه


د سیاسي او انقلابي رنګونو نه علاوه په پښتنۀ خاوره د امن او ورورولۍ موضوع هم د تنها په ټپئیزو کښې ښکاره ده ـ هغه د وطن د بربادۍ او بد حالۍ نه خبر دے ځکه وائي:


ستا لوړ لوړ غرونه په ما ګران دي

ټول پښتانۀ درنه قربان دي

درنه چاپېره تور کارغان دي

ستا کاڼي بوټي شهیدان دي

ګرانه وطنه غمرازۍ له به درځمه


بل ځاے لیکي:

د نفرتونو ملک ته وایه

اے د جنګونو ملک ته وایه

د سنګرونو ملک ته وایه

د لخکرونو ملک ته وايه نو

په مړو موړ شوې که له نور غواړې سرونه


زړګے مې درد کوي خوږېږي

خبره ورځ په ورځ ورانېږي

یاران اوده دي نه ویخېږي

وینې به خامخه توئېږي

چې د وطن اختیار د غېرو لاس کښې وینه


غرض دا چې نصیب زاده تنها د مشهورو ټپو د ځاے کولو او خوندي کولو سره سره د نورو نویو او طبعزاد ټپو نه ټپئیزې جوړې کړې دي ـ زۀ باوري چې د دوي د ټپئیزو دا ځانګړي رنګونه به اولس خوښ کړي ـ په دغه ټپه خپلې خبرې ختمووم ـ


ستا د ښائست ګلونه ډېر دي..

ځولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولوومه...

/

عدنان احمد خیالي شموزئ سوات 

جولائي  ۲۰۲۳