ځمه ضرور ځمه غُنچو له دَ اَزغو پۀ طرف

چې پۀ طرف مې نه راځي ځم دَ هغو پۀ طرف

جنون آزاد کړم دَ اِحتياط له غلامۍ ځکه خو

ځم پۀ خندا پۀ ګډېدو دَ مېکدو پۀ طرف

چې دَ ښائست دَ بندګۍ ګناه مې اُوګټله

کۀ ژوند باقي وي وَربه نه شَم دَ توبو پۀ طرف

عشّاق دَ چا پۀ خنډو خار معشوقې کله پرېږدي

بَورا دَ ګل پۀ طرف ځي ډينګ دَ جَبو پۀ طرف

جنون دې راکړو خدايه اوس مټې مضبوطې راکړه

نور فَضل اوکړه دَ غرګو دَ لېوَنو پۀ طرف

زما دَ مْړو سَره روزګار دے هئي افسوس نصيبه!

اوس کۀ له غَمه مْرم نو بيا ځمه دَمړو پۀ طرف

دَ خپل غېرت اَو دَ خودۍ پۀ وجه زۀ پۀ سجده

پرېوتے نه يمه دَ نْمر دَ پرېوتو پۀ طرف

اَول نَظر دے روغاؔنيه! زېبائش وْروستو دے

دَ ړَندو کار څۀ دے چې وَرشي دَ رنْجو پۀ طرف