د شاکر یوسفزي پيژندګلو


نوم اورنګزیب، خو د ادب په نړۍ کې مې ملګري شاکر یوسفزی بولي.

د پلار نوم مې محمد حنیف دی. هوموپتیک داکتر دی. او په یو حکومتي ښوونځي کې د ښوونکي دنده پر غاړه لري.

په کال ۱۹۸۰ ع د جنورۍ په یو ویشتمه نیټه یې په سوات کې سترګې نړۍ ته وغړولې.

تر لسم ټولګي په یو حکومتي ښوونځي کې په خپل کلې دیولئ کې زده کړې کړي. او وروسته ( اف اس سي ) په کراچۍ کې د جناح په کالج کې تر لاسه کړې. د دې سره سره په همدې وخت کې یې د طبې کالج څخه هم د ډسپنسر اسناد تر لاسه کړي دي.

په مسلکي لحاظ د ایرکندیشنر په سمولو او ځاي پر ځاي کولو کې هم مهارت لري.

د دوه زره او دریم عیسوي کال راپه دیخو په سعودي عرب کې د مسافرۍ عرم تیروي. او په مکه مکرمه کې د ایرکندیشنر په یو کمپنۍ کې د تخنیک کار په حیث کار کوي. د شعر او شاعرۍ سره یې د ښوونځي له وخته مینه درلوده. او هر ډول شعر او شاعران یې خوښ ول. خپله يې د شعر لیکل په دوه ۲۰۰۷ ع کال کې پیل کړل. په شاعرۍ کې استاد نلري، خو هرکله یې د ملګرو د اندونو او نظریاتو قدر کړی دی.

د خپل کلې ( یوسفزيي پښتو ټولنه )سکرتري پاتی سوی دی. اوسمهال په سعودي کې په یو لړ ادبي ټولنو کې فعاله کار کوي. کورنۍ یې هم د ادب سره تړاو لري، مشر ورور یې ( داکتر امیر زیب ) هم یو ښه افسانه نګار دی.

د یوسفزو ګلونه په کتاب کې هم د اورنګزیب شعرونه چاپ ته رسیدلي دي

د شعر بیلګې


تا مو جنګ ببرہ جنګ پہ کور پوری تړلے دے

ژوند زمونږ د ټولو دی سور اور پوری تړلے دے


شور سرہ می نہ لگی گل رنگی خو دا څہ سبب

خیال می ستا د سرو بنگڑو پہ شور پوری تڑلے دے


ھغہ لیونئ وس ددې چم پہ کوڅو نہ راځی

چا جوړې زما پہ سر پیغور پوری تڑلے دے


ستا یوې خبرې یوسف بند پہ جیل د مصر کڑ

دا دې زلیخی څہ رنگہ تور پوری تڑلے دے


ما د انتظار د بامہ کوزہ کڑہ یریږمہ

ستا مسافری مې ژوند پہ گور پورے تڑلے دے


ځکہ پښتنو د منزل لارہ رانہ ورکہ دہ

پڑے د کاروان مو پہ شمکور پوری تڑلے دے


ھغہ بے ضمیرہ قام پرستہ خلق نہ منی

ھسی دی شاکرہ ځان پہ زور پوری تڑلے دے


_________ دویم کلام _________


یو پہ ژوندون کی خاموشی زمانہ ساہ اوباسی

بل ستا د مینی دا شوخی زما نہ ساہ اوباسی


زہ چی د درد پہ قافلو کی پہ دمو دمو ځم

دا د دردونو رواني زما نہ ساہ اوباسی


؛ څنگ بہ تیریږی بغیر ستا ماتہ ھم چل اوښایہ

جانانہ ستا دا جدائ زمانہ ساہ اوباسی


پخوا زمونږه د ناموس او د حیا قیصی وې

دا وسنی بې حیایئ زما نہ ساہ اوباسی


یو دی ورغوي کی گلونہ پہ نکریزو ویستل

بل دی پہ لیچو شنہ بنگڑی زمانہ ساہ اوباسی


بس دے شاکرہ نور بہ کلی تہ دمې لہ لاڑشم

دا پہ مودو مسافری زمانہ ساہ اوباسی


شاکریوسفزۓ مکہ المکرمہ