لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
رنډئ څوک ؟؟
يو ښځه د کومو مرحلو نه تېريږي چې د يو رنډئ شکل جوړ کړي دا پېژندل ما دپاره ډېر زيات ضروري وو ځکه ما ليکل غوښتل په دې موضوع په دې اړه زما يو ملګرې چې لاهور کښې اوسېدو ما دپاره د يو رنډئ سره ملاقات کېښودو زه د سوات نه د لاهور په سفر روان شوم هلته چې اورسېدم نو زه يې يو ځائۍ ته بوتلم چې ګنړ واړه واړه کورونه او تنګې کوڅې وې چې د ورځې پکې هم تياره وه روان وو يو کور ته اودرېدو او ور يې اوواهو چې يو ښائيسته جينئ ور کولاؤ کړو او سلام يې اوکړو ملګرې مې رانه واپس لاړو او دغه ښائيسته جينئ زه روان کړم د ننه کور ته بوتلم او کوټه کښې پرته صوفه باندې د کېناستو يې راته اوئيل زه کېناستم او هغه خپله په مخامخ صوفه کېناسته،
ما غلي غوندې هغې ته اوکتل نو ډېره زياته ښائيسته وه د اوبو ګلاس يې راکړو راته يې وئيل صېب ستا ملګري وئيل چې ته ليکل کوې ليکوال يې ؟؟
ما ورته په عاجزۍ وئيل جي مات ګوډ لفظونه راټولوم او د امېل شکل ورله ورکوم،
هغې زما په سترګو کښې سترګې واچولې وئيل يې په رنډئ د ليکلو دپاره ته د دومره لري سوات نه د لاهور پورې ولې راغلې تاته خو په سوات کښې هم په سلګونو رنډيانې ملاوېدې شوې،
ما ورته په غصه اوکتل د دې نه مخکې چې زه څه اويم هغې د سيګرټ يو اوګد کش راښکلو او په ښائيسته سرو شونډو د يو ګول دائرې په شکل لوګې پرېښودو وئيل يې صېب ته هم کوڅه ډب ليکوال يې يو پوهه او کامياب ليکوال په خپل شا و خوا نظر ساتي،
د هغې د دې خبرې سره زما په تندي نرۍ خوله راغله خو دومره هوښيارو او پوهه خبرو ته يې حېران ګوته په خله ووم،
هغې چې خبرې کولې نو اننګي يې د غصې نه تک سره کېدل چې ښائيست يې ورسره نور زياتېدو هغې د اوبو نه يو ګوټ اوکړو او بيا يې وئيل صېب جج دلته انصاف خرسوي خو نفرت صرف د خپل وجود خرسونکي رنډئ نه کيږي، سياستدان خپل ضمير خرسوي خو هغوئ تاسو اتلان ”ليډران“ ګنړئ خو چې يوه مجبوره ښځه که خپل وجود خرسوي نو هغه ستاسو په سترګو کښې ازغې وي،
دلته ډاکټر د مرګ کاروبار کوي خو ستاسو په نظر کښې دغه مقدس پېشه ده پوليس رشوت اخلي، جعلي مقدمې جوړوي او جعلي مقابلو کښې قتل عام کوي خو د نفرت قابل صرف رنډئ ده څوک چې د خپل خېټې د دوزخ د اوور مړ کولو دپاره خپل وجود خرسوي،
د هغې اننګي د هغې د شونډو د سرخۍ نه زيات سره شوي وو او زما په تندي ولاړه خوله قطره قطره داسې لاندې راروانه وه لکه د يو غريب د کچه کوټې چت چې ساسي،
هغه پاسېده زما خا له راغله او رومال يې ما طرف ته رانژدې کړو وئيل يې صېب مونږ رنډيانې خو شرمخانو په رنګ سړو له د لذت يو ذريعه يو په کومه معاشره کښې چې ته ژوند کوي هلته د يو رنډئ ژوند د يو نعمت نه کم نه دې،
ما چې د هغې دا خبرې واورېدې نو نرې مسکې شوم او په زړه کښې راغلل چې يوه رنډئ څنګه د خپل وجود خرسولو دفاع کوي هغې خبره روانه ساتله وئيل يې که چرې مونږ رنډيانې دې وحشي سړو له د لذت ذريعه نه وې نو دوي به د حوا د لونړو تنکي وجودونه مروړلي وو او غوښې به يې ورله خوړلې وې،
ما چې په زړه کښې کوم سوالونه د سوات نه راخستي وو هغه ټول څه ورک غوندې شول هغه مسلسل لګيا وه او زه چې ځان مې ليکوال او پوهه ګنړلو د يو رنډئ خبرو ته بالکل لاجواب ووم،
هغه راپاسېده زما خوا کښې کېناسته او مخ له يې راله لاس رواړو ئيل يې تا چرته سپې په اوبو سکلو ليدلې دې ؟؟
په دې اچانک سوال باندې زما د خولې نه او اوختل او په زړه کښې مې وئيل چې شايد دا ښائيسته رنډئ په ډېره غصه کښې هوش پرې نه ږدي ګنې دلته د سپي اوبو سکلو د خبرې هډو ضرورت نه وو،
هغې د سيګرټ نه کش واخستو او لوګې يې ما طرف ته په سرو شونډو پوکو وئيل يې صېب په دې ښار کښې غټ غټ خلک چې تاسو يې خپل پېشوا، مشران او د کار خلک ګنړئ هغه تاسو نه بېوقوف جوړوي او چې کله زمونږ خواله راشي نو زمونږ پښې داسې سټي لکه سپې چې څنګه اوبه سکي،
د دې وئينا سره هغې په ديوال لږېدلي ګهړۍ ته اوکتل او وئيل يې ته ځه صېبه اوس زمونږ د کار وخت شرو شو د ګاهک د راتلو وخت شو زه په خاموشۍ راپاسېدم او دروازې طرف ته روان شوم هغې د شا نه په ما باندې غږ اوکړو وئيل يې صېب که چرې ليکول جوړېدل غواړې نو په وجود خرسونکو رنډيانو بلکې په ضمير خرسونکي رنډيانو باندې ليکل اوکړه بيا به تاته د سوات نه لاهور ته د راتللو ضرورت نه راځي په خپل قلم کښې جرات پېدا کړه ګنې ستا به هم په کوڅه ډب ليکولانو کښې شمېر کيږي،
د دې وئيلو سره هغې په سترګو کښې اشاره اوکړه لکه چې ماته د بهر وتلو وايي،
عصمت علي اخون
خان محمد خادم (طوائف کون) ژباړه