پاڅون نوې ګنہ


يو فرېحان شېدا هم وۀ


 لیک : ډاکټر محمد همايون هما


زۀ نن په خپله د درېم نسل د پېژندګلو نه اوتے يم نو فرېحان شېدا به چا ته ياد وي او څوک به يې پېژني ، کوم چې زما په هلکوانه بابا شوے وۀ ۔ او په ادبي حلقو کښې د فرېحان بابا په نوم پېژندے شو ۔ ما چې په وړومبي ځل اوليدو نو د مناسب قد او قامت ډک وجود ، خندنۍ څهره او په ډک مخ ښه درنه ږيره ، چې خړه به ښکاريده او يو نيم تور وېښتۀ به پکښې ځليدو ۔ ډېر زيات خوش طبعه بنيادم وۀ ، شعرونه به يې د طنز او مزاح په مالګه خونداور وو او خبرې به يې هم په مزاح ترسکونې وې ۔ 


شېدا بابا به مشاعرو ته په مينه رابللے شو ځکه چې هغۀ به د شعرونو نه وړاندې په دوه درې د ټوقو په خبرو مشاعره ژوندۍ کړه ۔ د خلقو يې شعرونه هم خوښ وو خو زياته دلچسپي به يې د شعرونو نه وړاندې د هغۀ په خوند ناکو لطيفو کښې اخسته ، د هغۀ لطيفې به د خندا وې خو د سپکوالي شائبه به پکښې نۀ وه ما ته ياد دي دغلته په مردان کښې چرته مشاعره روانه وه ، شېدا بابا چې سټېج ته راوبللے شو نو دغه وخت بجلي لاړه ، د ګرمۍ موسم وۀ ، بابا نۀ يو کړل نۀ بل وې ۔ علاج يې شته کنه ۔ څنګه ۔؟ خلقو چغه کړه ۔ ۔ ۔ پکے نۀ تاويږي تاسو ورته لاندې تاوېدل شورو کړئ او بيا د خپل تجويز په تائيد کښې بابا دا لطيفه اوکړه ۔ چې يو سړي بازار کښې د لاس ببوزے واخستو خو چې کور ته يې راوړۀ او مخ ته يې اووهو نو ډانډے يې لاس کښې پاتې شو او ببوزے لرې اوغورزيدو ۔ سړے په منډه منډه دکاندار له راغے او ورته يې اووې عجيبه ببوزے دې راکړے وۀ اشنا ۔؟ ولې ؟ دکاندار ورته اوکتل ۔ ولې څۀ دي خو چې مخ ته مې تاؤ کړو ببوزے او لاسکے بيل شو ۔ دکاندار اوخاندل ۔ نه کنه تا ببوزے واخستو خو د پال پرهېز تپوس دې اونۀ کړو ۔ پال پرهیز يې دا دے چې ببوزے به مخ ته داسې ونیسې او سر به ورته خوزوے دا به نۀ ماتېږی نو تاسو هم باد پکي ته تاويدل شروع کړئ ۔ زړونه به مو يخ شی او خلق د خندا نه شنۀ شو ۔ 


یوه مشاعره کښې شېدا بابا چې شعرونه وئیل نو د خلې نه يې مصنوعی غاښونه رابهر شو نو دۀ بیا دننه کړل دغې هم لطیفې ته لاره جوړه کړه وئیل يې دوه بوډاګان چرته قطار کښې د ګاډی ټکټونو ته ولاړ وو په ټېل کښې دواړه پریوتل د دواړو د خلو مصنوعی غاښونه بهر اوغورزیدل هغه یو لاندې پراتۀ غاښونه راوخستل او په خلۀ کښې سمول خو نۀ ځائېدل دې بل ورته وې تۀ ما له راکړه ده کړپ شو خلې ته کړل او ځائے شو هغې بل ډېرې چغې اووهلې خو دۀ خلۀ چپه کړي وه او دقطار نه ووتلو د هغې بل خوار غاښونه خلقو په پښو کښې تس نس کړی وو ۔


 دا خو ما مشت نمونه اوخروارې د بابا دوه یادې لطیفې پیش کړې ، بابا به په هره مشاعره کښې هم داسې خوندورو لطیفو نه ابتداء کوله ما ته یاد دی کۀ غلطېږم نه دا به یو پنځوس کاله زړه خبره وی ۔ په صوابۍ کښې د امير بادشاه بخاری ایډوکیټ په وسیع و عریض حجره کښې مشاعره جوړه شوه د مردان نه زمونږ پښتو ادبی جرګې مردان ټول غړی تلی وو دا هغه وخت وۀ چې د نظریاتی مخالفینو د یو بل د خبرو اوریدو او د برداشت کولو روایت موجود وۀ ۔ اوس خبره بل شان شوې ده ، څو کاله وړاندې زۀ دلته په مردان کښې د یوسکول په تقریب کښې مشر مېلمه ووم دغه سکول د یو سیاسی جماعت په سرپرستۍ کښې کار کوی ما چې خبرې اوکړې نو خپل یو څو کتابونه مې د سکول مشر ته ډالۍ کړل چې یو په کښې زما کتاب "باچا خان عهد ساز شخصيت" هم وۀ دغې مشرانو نور کتابونه قبول کړل خو دغه يې راته په دې راوپس کړو چې ساري سر دا مونږ خپله لائبرېرۍ کښې نۀ شو کېښودې زما دې کتاب هم زما د نظرياتي مخاليفينو په حلقه کښې پزيرائي نۀ ده موندلے ۔ اوس د بل اړخ خبره واورئ عبدالولي خان يونيورسټۍ کښې د هغې وخت چانسلر ډاکټر احسان علي د پښتو ادب او خصمانې دپاره يوه شعبه جوړه کړه ۔او د ملګرو په صلاح يې زۀ د هغې ناظم کړم مونږ د دغې شعبې لاندې وخت په وخت ښۀ تقريبات اوکړل ، مشاعرۍ ، ادبي سيمينارونه، مذاکرې ۔ يو ځل د شعبې له اړخه د پښتو دوو داسې مشرانو ته د هغوي د ادبي خدماتو په اعتراف کښې د اسنادو سره د کېش انعام ورکولو فېصله اوشوه ۔ او صلاح په قمر راهي او پير ګوهر اوشوه ، ښه درنه دستوره اوشوه او د دغه دواړو ماښامے اونمانځلې شو ۔ چې د هغوي د پښتو دپاره د کار موده په نيمه پېړۍ خوره ده ۔ د تقريب نه پس د نظرياتي مخاليفينو په ډلو کښې غوبل جوړ شو هغې يو خو پکښې په خپل کالم کښې د دغې دواړو مشرانو په حقله ډېرې سپکې خبرې اوليکلې ۔ وئيل يې دا وو چې دغې شين پوشو ته د ولي خان په نوم جوړه شوې يونيورسټۍ نه دا اعزازات هيڅ جواز نۀ لرلو ۔ لکه د پښتو ژبې او ادب خدمت صرف د يوې نظرياتي ډلې ذمه واري ده او د هغوي د ډلې نه بهر چا ته دا حق حاصل نۀ دے ۔ 


نو ما دا خبره کوله چې پخوا د تنګ نظرۍ دغه صورت حال نۀ وۀ ۔ په سياسي ډګر محاذ آرائي انتها ته نۀ وه رسېدلې ۔ ما ته ياد دي مونږ چې د امير بادشاه بخاري مرحوم حجرې ته اورسيدو نو اجمل ختک د وړاندې نه په کټ کښې ډډه وهلې وه ، ما د محاذ آرايۍ خبره ځکه اوکړه چې خلقو به د سياسي او نظرياتي اختلافاتو باوجود د يو بل ښۀ زيات قدر کولو ۔ بخاري صاحب د جماعت اسلامي ښۀ فعال رکن وۀ او لکه چې څۀ عهده هم ورسره وه او اجمل خټک باچا خانے وۀ خو دواړه د چوتي ياران وو ۔ دغه شان پښتو ادبي جرګه مردان په اجلاسونو کښې به پير ګوهر ، قمر راهي، شېر علي باچا او اصغر لالا په ګډه ناست وو ، بحثونه به هم روان وو خو د يو بل په قدردانۍ کښې به چکس نۀ راتلو ۔ نو د بخاري صاحب په حجره کښې دغه يادګاري او تاريخي مشاعره ما په خپل رپورتاژ کښې "يارانو وې چې صوابۍ ته به ځو" کښې د کټ مشاعره په نوم ياده کړې ده ۔ ځکه چې ټولو شاعرانو کټونو کښې ډډې وهلې وې ۔ ما ته ياد نۀ دي چې شېدا بابا پکښې برخه اخستې وه او کۀ نا ۔ خو په سبا مردان ته په واپسۍ کښې مونږ د شېدا بابا په بس کښې راغلي وو ۔ ريشتيا دا خو مې هېر وو چې بابا د پېشې په لحاظ آهن ګر وۀ خو دۀ به ډرائيوري کوله او بس به يې چلوو ۔ مردان ته په واپسۍ کښې لس دولس شاعران کښېناستل ۔ بابا کلېنډر ته اواز ورکړو ۔ يه هلکه دغې کسانو نه کرايه وانۀ خلې ، شاعران دي شعرونه به درباندې جوړ کړي ۔ 

 

فرېحان شېدا د ډاګ بېسود وۀ ،د پلار نوم يې زر خان وۀ او د پېدائش کال يې 1912ء ښودلے شوے دے او د وفات نېټه يې 24 مارچ 1992ء ده ۔ "د غنچې ګلونه" او "د شېدا ګلونه" په نوم يې دوه شعري مجموعې چاپ دي ۔ دا کتابونه زما د نظر نه تېر شوي نۀ دي کني ما به يې د نمونې په توګه څو شعرونه وړاندې کړي وو ۔ د ګل محمد بېتاب له مخه ۔ د شېدا د شوګر د بيمارۍ په وجه وروستے ژوند په ډېر تکليف کښې تېر شوے وۀ ۔ او يو پښه يې ترې هم پرې کړې وه ، بېتاب وائي چې مونږ يو څو ملګري يې تپوس له تلي وو بابا په کټ کښې پروت وۀ مونږ سره يې ښې خوږې خوږې خبرې کولې ، ورته مو اووې بابا يو دوه لطيفې خو اوکړه ۔ بابا خاموش شو ، سترګې يې نمژنې شوې او د غريو نه ډک اواز کښې اووې ۔ بېتاب صاحب لطيفې مې په آسماني اشاره پرېښې دي زياته يې کړه څۀ موده وړاندې د سحر مانځۀ له پاڅېدم نو يو اواز مې واورېدو ۔ ما ته يې وئيل شېدا نورې ټوقې پرېږده د خدائے ياد ته توجه اوکړه ، د دې تنبيه نه پس مې ټوقماري نۀ ده کړې ۔ 


فرېحان شېدا چې زما په هلکوانه هم سپين ږيرے وۀ د اتيا کالو په عمر کښې د دنيا نه تلے دے ۔ د تلين يې هم يو دېرش کاله پوره شوي دي ۔ د نن نوے نسل چې ما نۀ پېژني نو فرېحان شېدا بابا به چا ته څۀ ياد وي خو د پښتو په مزاحيه شعري ادب کښې د هغۀ عوامي رنګ زمونږ د تاريخ ۔