د ډاکټر اسرار پیژندګلو 
د مردان ښېرازه خاؤره چې پښتون ژوند له ئې تل نوموړي اتلان زېږولي دي، به ارومرو خپله يوه څانګه کښې د ښاغلي ډاکټر اسرار په شتون وياړمنه وي.
ډاکټر اسرار د ديسمبر په 15مه نېټه کال 1938ء کښې د هوتي مردان سیمې د ساداتو په در
نه کورنۍ کښې خدای بخښلي سید شمال باچا کره زېږېدلی دی. د پېښور (خېبرميډيکل کالج) نه ئې د اېم بي بي اېس سند ترلاسه کړی دی اؤ د پښتونخوا د روغتیا محکمه کښې د يؤ ډاکټر نه د (ډپټي هیلتهـ افسر) پورې پؤړۍ په پؤړۍ لاړو اؤ همدغلته ريټائر شو. بیا هم د ډاکټر نه زیات ئې اولس د یؤ شاعر اؤ ادیب په توګه پېژندګلو کوي. هغهٔ په لېبیا کښې هم د روغتياپال په حېث کار کړی دی اؤ دغه وخت د هغهٔ فکر اؤ پوهې له ډېره پراختیا ورکړې وه.
هغهٔ وړومبی کتاب په اردو ژبه کښې د (طب جديد ايلوپيتهي نهين هے).
شاعرۍ کښې هغهٔ د ميډيکل سائنس ډېر اصطلاحات د مذهبي، معاشرتي، معاشي اؤ روماني احساسونو څرګندؤنې د پاره ؤپکارول، خو د هغهٔ د بشپړ شهرت سبب د هغهٔ هغه نظم (هارټ ټرانسپلانټ) ؤګرځېدلو، کوم چې په 1967ء کښې د سویلي افريقې د ډاکټر برنارډ لخوا د زړهٔ د کامياب ټرانسپلانټېشن نه وروستو ډاکټر لیکلی دی.
د ښاغلي ډاکټر اسرار شاعري چې څومره ساده، سلیس اؤ روانه ده، هم دومره بالغه اؤ بلیغه ده. (د ژوند نغمه) په نوم د هغهٔ د شاعري ټولګه خوندي ده.
د شاعرۍ سره سره د ډاکټر اسرار نثر هم ډېر د ستائنې وړ دی. د هغهٔ نثر ته کهٔ مونږه (منظوم نثر) ؤوایو، نو مبالغه به نهٔ وي. ډاکټر اسرار د باتۍ په بوي پوهه شوی ؤ، چې د شاعرۍ په دې دندوکار کښې چې کهٔ مختصر اؤ جامع نثر منځ ته راؤړی شي، نو د لوستونکو د خْلو خوند به ورسره ښهٔ شي. دغه تکل کښې هغه پوهه هم نهٔ ؤ اؤ (تکل) ئې دریافت کړو.
(د تکل په تکل کښې) کښې د ډاکټر اسرار د نثر ډېرې خوندورې اؤ اغېزمنې ټوټې دي، چې لوستونکي ترې خوند اؤ پند اخلي، هم په دغه کتاب ورته کال 1995‌ء کښې د اباسین آرټس کونسل لخوا د سْرو زرو مېډال ورکړی شوی دی. دې نه علاوه هم د ښاغلي په ادبي هلوځلو اؤ زیار هغه په ګڼو اېوارډونو نمانځلی شوی دی، چې څو پکښې په دې ډول دي:
1989......اباسین آرټس کونسل اېوارډ (شاعري)
1995......اباسين آرټس کونسل ګولډ مېډتل (نثر)
1995...... چاچا کریم بخش اېوارډ
1995...... خوشحال ادبي اېوارډ (اکادمي ادبیات پاکستان)
2000......فخرِ مردان اېوارډ
2005...... ورلډ پشتو کنونشن اېوارډ
ډاکټر اسرار يؤ ډېر ساده، خوږ اؤ زړهٔ راښکونکی سړی دی. کهٔ دا ؤوایم، چې د چا شتون پښتون دی، ځاندره پښتنه ده، اغوستن پښتون دی، ناسته پاسته پښتنه ده، هر يؤ لفظ ئې پښتو اؤ پښتونولي ده اؤ په لیدلو ئې زړهٔ راټوليږي، نو هغه ډاکټر اسرار دی.
نن سبا هغه د مردان څخه د خپرېدونکي مجلې (پاڅون) چیف ايډیټر دی.
هغه د پښتنو د پاره د يؤ والي، امن اؤ جدوجهد چغه وهونکی دی اؤ مونږ دعا کوو، چې د پښتون ادب په سر دې الله تل د ډاکټر اسرار سیوری ساتي.
د شعر څو بېلګي:
کږې د قسمتونو ائينې سمول غواړي
د خپلو خواهشونو مشادې سمول غواړي
د حورو، د شرابو، د جنت تصور یؤ خوا
د نوي وخت رڼا کښې عقیدې سمول غواړي
جذبه د عقیدت ذهنونو نهٔ پرېږدي بل سوچ ته
د عقل دې دښمنې ته پڼې سمول غواړي
مقصد مې چرې نهٔ دی د چا زړهٔ ازارول
دې ځینې ځينې خلقو له بس خلې سمول غواړي
د زلفو کږلېچونه به پخپله باندې سم شي
د ژوند دا ورانې شوې ماشوړې سمول غواړي
......................
مينه سر کښې څهٔ اسانه غوندې ښکاري
رسول ئې سر ته ګرانه غوندې ښکاري
نهٔ هغه راځي، نهٔ زهٔ ورځم تپوس له
دا خبره را ته ورانه غوندې ښکاري
.....................
مړ د غم په ترخو زهرو شوم، شهید شوم
په لحد کښې مې د قبر چینجي نهٔ خوري
...............
ای زما همځولیه زړګیه! په ما ګرانه
ښکاري چې زما اؤ ستا به ؤ نهٔ شي نور ژواک
تهٔ غواړې خوبونه د زلفانو په يخ سیوري
ما ته پروت دی تګ د ژوندانهٔ په سور تاړاک
...............
اشنا څېرې راته اشنا نهٔ ښکاري ............. هېڅ یو تصویر راته صفا نهٔ ښکاري
په شب پرستو باندې زېری وکړئ ........... چرته کې لرې هم رڼا نهٔ ښکاري
د لوټ تالان شکایت چا ته وکړو ............ دلته خو غلا هم چاته غلا نهٔ ښکاري
شونډې هم ستا خوځي او ژبه هم ستا ... دا ستا خبرې ماته ستا نهٔ ښکاري
ښکلو په مونږ نظر بندي کړې ده .......... دي بې وفا، خو بې وفا نهٔ ښکاري
دی خو زما مرۍ ته زور راکوي .............. دا سړی ماته مسیحا نهٔ ښکاري
اسراره تلل نهٔ کړي زما په خوښه ......... ما ته دا خپل غزل زما نهٔ ښکاري




د ښکلو نه وفا غواړي اِسرار پهَ سپېنه ږېره
اخره زمانه شوله توبې وېستل پکار دي
‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسرار
د تورو شپو په تورتمونو کې ډېر لرې لاړم
زه په لټون د سحرونو کې ‌ډېر لرې لاړم
ته بې خیالۍ کې زما خواته را نزدې څه شولې
زه دې د خوانه په سوچونو کې ‌ډېر لرې لاړم
ستا به مسکا لکه د گل عادت وي څه خبروم
چې په یقین د گو مانونو کې ډېر لرې لاړم
ستورو مې اورېدې خبرې وار په وار اوده شو
زه د سپوږمۍ نه تپوسونو کې ډېر لرې لاړم
اسراره وایي د دنیا خلق چې مړ شو اسرار
دومره د حسن په خیالونو کې ډېر لرې لاړم

،،،،،،،،،
ماته زړگی وایي، لېونی غزل به وایې 
بیا د سور سپرلي، د مېکدې غزل به وایې
مرگ د ولولو رانه ، وېرژنې ساندې غواړي
ژوند راته نارې وهي، ژوندی غزل به وایې
ما نه که پوښتنه کړې، زما د شعر ذوقه
بس! د خپلې خاورې، پښتنې غزل به وایې
مادې فال کتلی دی زاهده ، مه قارېږه
اړوې به لاسو کې تسبې، غزل به وایې
ډېرې که زه نوې نغمې راوړمه اسراره
وایي مې یاران، چې پخوانی غزل به وایې


،،،،،،،،،،
څه رنگې تیرېږي وخت زما، پوښتنه مه کوه
څه به درته وایمه اشنا، پوښتنه مه کوه
اور دی او په اور کې د ژوندون د پاره هڅه ده
جنگ دی د فنا او د بقا، پوښتنه مه کوه
زه چې ورته گورمه شلېدلي گرېوانونه دي
مانه د گلونو د خندا، پوښتنه مه کوه
ډېر څه مې په زړه دي، خو ویلی درته نه شمه
هسې نه چې خوله مې شي خطا، پوښتنه مه کوه
چا ورځنې وکړو په محفل کې د اسرار تپوس
وې ویل چې وي به څوک له ما، پوښتنه مه کوه
۱۲ می ۱۹۷۶ ډېرو


 په زړه باندې مې بیا د چا یاونه راورېږي
په سر مې لکه کاڼي تېر وختونه راورېږي
خیالیونه د پی مخو د سپوږمۍ په رڼا لامبي
فضا نشه نشه ده شرابونه راورېږي
دزلفو تصور مې دواړه سترگې کړې راډکې
ورېځه چې درنه شي بارانونه راورېږي
قیصه به درته تېره د آدم او د درخو کړم
په خونه د زړگي مې لا اورونه راورېږي
گوزار چې به د گل هم پرې چا کړی نه و چرې
په هغو ښکلو خلکو نن بمونه راورېږي
راځئ چې دا د غم ورېځې ورکې له آسمان کړو
ترڅو به ترې په موږ باندې غمونه راورېږي ؟



،،،،،،،،،

 په زړه باندې مې بیا د چا یاونه راورېږي
په سر مې لکه کاڼي تېر وختونه راورېږي
خیالیونه د پی مخو د سپوږمۍ په رڼا لامبي
فضا نشه نشه ده شرابونه راورېږي
دزلفو تصور مې دواړه سترگې کړې راډکې
ورېځه چې درنه شي بارانونه راورېږي
قیصه به درته تېره د آدم او د درخو کړم
په خونه د زړگي مې لا اورونه راورېږي
گوزار چې به د گل هم پرې چا کړی نه و چرې
په هغو ښکلو خلکو نن بمونه راورېږي
راځئ چې دا د غم ورېځې ورکې له آسمان کړو
ترڅو به ترې په موږ باندې غمونه راورېږي ؟
۲۵ مارچ ۱۹۷۰ ډېرو
ستا د وصال ټوله قیصه خوږه ده
که ورځ ده ورځ، که شپه ده شپه خوږه ده
غم دې زما د زړه نه لرې نه ځي
ستا ددې دوو لېونو ښه خوږه ده
ستا د بې نیازه نظر څه ووایم؟
شراب تراخه دي خو نشه خوږه ده
خیر دی که نن مې خوږ اشنا ونه لید
د مازیگر هوا خوږه خوږه ده
پوی شوم چې ولې خلق مینه کوي
د مین زړه د درد مزه خوږه ده
اسراره ستایې چې ښاېست دښکلو
ستا د غزل هر مسره خوږه ده
۲۱ مارچ ۱۹۷۱ هوتي

غشي د بڼودې برابر لگي
کله مې زړگی کله ځیگر لگي
زه ورته جوړ چا په گوته کړی یم
کاڼی چې راځي زما په سر لگي
زه یې چې هر لوري ته جار باسمه
دا سپېره تندی مې ستا په در لگي
ستا د خوږې ژبې دعا گو یمه
مه کوه ښېرې په ما اکثر لگي
نن چې ورته یا په مینه وکتل
اوس به د اسرار ولې نظر لگي
۲۵ می ۱۹۶۳ پېښور
اشنا چې په وعده دې اعتبار وکړم که نه
حېران یمه چې بیا دې انتظار وکړم که نه
ای اوښکو، اسوېلو، سوو سلگو د ارمانونو
خندا به درنه هم چرې یو وار وکړم که نه؟
یو څو ځله خزان، د پسرلي جامه کې راغی
اوس بیا یره یقین په دې بهار وکړم که نه
اغیارو راته ووې چې اشنا به دې نن راشي
باور په دې خبرو د اغیار وکړم که نه 
اسراره هر دیدن یې زیاتوي د زړه غمونه
حېران یمه چې بیا دیدن د یار وکړم که نه 
۲۸ اکتوبر ۱۹۵۸ هوتي
ساقي! څله بندوې د مېکدې ور
لاخو خدای بند کړی نه دی د توبې ور
دزړگي نا قلاري مې د لیدو ده
درزوي مې څه بې واره د سینې ور
دراتلو نه مې خبر شوې نه راوځې
که په تېر کې مې نیولی دی پردی ور
چې گلچین راباندې سیل د گلو بند کړو
راته خلاص کړو د خیالونو گلکدې ور
بدلېدونکې ده دنیا زاهده ټوله
کلک کړه ځان پسې راپورې د کوټې ور
په کوڅه کې دې دربان ته څه حاجت وو ؟
زه دې هسې هم ساتمه د کوڅې ور
د اسرار په زړه کې راشي، جوړ ته راغلې 
چې هوا چرته رالرې کړي د شپې ور
۱۷ جون ۱۹۶۷ هوتي

 څه مې چې زړه غواړي هغه نه کېږي
څه وکړمه خدایه دا به څه کیږي
بیا رغاونډوم ذرې ذرې د زړه
بیا مې د اشنا دیدن ته زړه کېږي
کا د ژبې نه دی ځکه گونگه شي
مینه کې خبرې په لېمه کېږي
نه یمه خفه په نه راتلو د یار
وژني مې داغم چې اوس به څه کېږي؟
سترگې حیاناکې دې هېڅ نه وایي
زړه دې شرارت ته د باڼه کېږي
زړه خو دا خپل ځان گڼم د ځان حریف
ما سره چې بد کېږي ډېر ښه کېږي
گرانه ده اسراره چې به یو شو موږ
څو چې مو ترمنځه "زه" او "ته" کېږي
۷ جولایي ۱۹۷۳ ډېرو

نن مې د زړه اندېښنه بل رنگې ده
داسې ښکارېږي کیسه بل رنگې ده
چا جوړې بل گلشن ته اور ورته که
سپرلي راوړې وږمه بل رنگې ده
له خپله ځانه سېوا هېڅ نه ویني
د ښکلو خلکو نشه بل رنگې ده
دکتابونو د ښمنان  ډېرېري
په جهالت کې مزه بل رنگې ده
زاهده ستا د کوټه گۍ نه بهر
لږ خورا ووځه نقشه بل رنگې ده
څوک چې یې څومره سموي ورانېږي
پښتون ته پېښه لانجه بل رنگې ده
اسراره هسې نه چې روک شې پکې 
ددې دنیا دا مېله بل رنگې ده



اشنا څېرې راته اشنا راته نه ښکاري
هيڅ يو تصوير راته صفا ښکاري
په شب پرستو باندې زېری وکړئ
چرته کې لرې هم رڼا نه ښکاري
د لوټ تالان شکايت چاته وکړو
دلته خو غلا هم چاته غلا نه ښکاري
شونډې هم ستا خوځي او ژبه هم ستا
دا ستاخبرې ماته ستا نه ښکاري
ښکلو په موږ نظر بندي کړې ده
دي بې وفا خو بې وفا نه ښکاري
دی خو زما مرۍ ته زور راکوي
د اسړی ماته مسيحا نه ښکاري
اسراره تلل نه کړي زما په خوښه
ماته دا خپل غزل زما نه ښکاري
،،،،،،،
مونږ چې اخيستې لومړی پل خطا دی
ځکه زمونږ نه اوس منزل خطا دی
دا څه بلا ده رانازله په ملک
له هر سړي څخه چل ول خطا دی
مانه دې جوړکړو ځان وژونکی بمبار
ستا هر قدم او هر عمل خطا دی
ستا نشانه ويشتل د داد جوګه دی
ساز دې ويشتلی دی او غل خطا دی
زموږ مشکل دومره مشکل خو نه  و
تا تجويز کړی ورته حل خطا دی
خپل مشکلات به حل کوو پخپله
بل هر امېد او هر اټکل خطا دی
اسراره دا هم دی يو جبر د  وخت
ما نه چې چل د خپل غزل خطا دی