((( د لوړ کردار خاوند )))) 
ليک: عبدالحميد زاهد 
کله چې هم مونږ د پښتو ادب خبره کوو نو ارومرو به شروع به د خداي خدمتګار تحريک او د اولسي ادبي جرګې نه کوو چې سرلښکر يي باچاخان او کاکاجي صنوبر حسين مومند وو.د کاکاجي سره په ړومبي صف کښې ولاړ ملګري ,دوست محمد خان کامل مومند, حمزه شينواري,اجمل خټک,افضل بنګش,قلندر مومند,هميش خليل,لطيف وهمي,عبدالرحيم مجذوب او نور ډير لوستي پوهان شامل وو.دې جرګې پښتو ادب کښې نوي رحجانات معارفي کړل تنقيدي شغور له يي وده ورکړه.د ګل بلبل د سندرو په ځاې په نظم ,غزل کښې د زپلي اولس دردونه,را ويستل ترقي پسنده نظريه يي خپله کړه.زپلي اولس ته په راپيښو مسلو يي بحثونه اوکړل.او ددغې مسلو د حل کولو دپاره يي هم عملي کوششونه  اوکړل.پښتو ادب دپاره اولسي ادبي جرګې چې څومره هلې,ځلې کړي دي دا يي په پښتو ادب لوې احسان دے.چې د تاريخ په پاڼو کښې به تل خوندي وي.د اولسي ادبي جرګې له برکته په پښتون خوا کښې په ټولو سيمو کښې ډيرې لويې هستۍ پيدا شوي دي چې په خپلو تخليقي صلاحيتونو يې پښتو ادب غني کړو.پروفيسر رحمت الله درد, سعدالله خان حيران, ايوب صابر, سليم راز,شمس القمر انديش,شيرعلي باچا,اصغر لالا,ډاکټر اسرار,محمد اسلام ارماني, محمد اقبال اقبال,او نور ددې جرګې پيداوار دے.ارواښاد ډاکټر خالق زيار هم ددغې جرګې د زنځير يوه کړۍ ده چا چي دا " خاوره دا خلق "  " مات څانګونه " په قطبي لويديز هند کښې د پښتنو بغاوتونه " " تلوسې " او خپل رباب خپله نغمه پښتو ادب ته ډالۍ کړۀ.اروا ښاد ډاکټر خالق زيار د خپلو ملګرو ښاغلي رحمت شاه سايل,اسلام ارماني,  صاحب شاه صابر سره کلي په کلي کوڅه په کوڅه ګرځيدلے دے.د شغور رڼاګانې يي په تياره,تياره ماحول کښې خورې کړي دي. ډاکټر خالق زيار د شغور او لوړ کردار خاوند وو.په دې ښه کردار يي دنيا په ځان ميينه کړې وه.قول او فغل يي دواړه ډير مثبت وو.د ژورې مطالعې خاوند وو.ځکه به يي خبرې د تاثير نه ډکې وې.هغه که شعر ويلے نثر ليکلے ډير جامع او مدلل دے. خلوقو خوښ کړې هم دے.او ستايلے هم دے. ډاکټر زيار ډير وخت د ملک نه بهر پاتې شوې دے.د وسيع مطالې سره سره يي مشاهده هم مشاهده هم تيزه وه.هر ځايې يي د خپلې ژبې اولس خبره په ډاګه کړې ده.هغه د علم په نور هم منور وو.ځکه پښتنو ته په راپيښو مسلو ښه خبر وو.
چې ده زما ده بدمرغي که دوه رنګي د جانان
هم  د  سر  سودا  کوي  او  هم  نازيږي  په ما
د چا د خولې په دعا رنګ يمه  بې زغرې  يمه
غشي که ډير هم فولادي شي خو ماتيږي په ما

کله چې ټول کلے تيارې ونيوو
زما  د  زړه  ستوري  رڼا  وکړه
راسره وشوه په دې ورسيدم
له په دې نه رسم چې چا وکړه
دا قسمه شاعري د ډاکټر خالق زيار په شان باشغوره انسان کولے شي.ډاکټر زيار چې کوم دور کښې ژوند کوو نو په نړۍ کښې په عمومي توګه او د پښتنو په سيمه کښې په خصوصي توګه اورونه بل وو.ځکه د ډاکټر زيار په شاعرۍ کښې ځاې په ځاې دغه تصوير په نظر راځي.هغه که د افغانستان حالات وو.که د پښتون خوا ډاکټر زيار په خپلو سترګو ددې حالاتو ژوره مشاهده کړې ده.هر شاعر د خپل عصر نه الهام اخلي.ډاکټر زيار هم د خپل عصر نه الهام اغستو زه دلته د ډاکټر زيار څو شعرونه وړاندې کوم.په دې شعرونو کښې ډاکټر زيار د پوره نړۍ تصوير بيان کړې دے.9/11 او نور مغربي ملکونو کښې خونړي واقعات او په پښتنه سيمه په قبايلي علاقو کښې يرغلونه او د سوات حالات دا ټول ډاکټر صيب ډير په اختصار په يوڅو شعرونو کښې بيان کړي دي.له بده مرغه ډاکټر زيار د خپل قام په رنځ داسې اخته وو چې په خپل وجود يي لږيدلے رنځ هډو پاملرنه نه کوله ګني پښتو ژبې له به يي ډير څه ورکړي وي خپل ليک د ډاکټر خالق زيار په دې شعرونو را لنډوم.
خير دے که هر څو دړديدلے ژړيدلے يمه
شکر دې خدايه چې د ننګ په لاره تلے يمه
لاس د ښکاره دشمن په ما چرې بر شوي نه دي
که  يم  خوړلے  د  لوستوړي  مار  خوړلے   يمه
نه مې چا درز واوريدو نه په چا ورپريوتمه
لکه د خټې ديوال رو رو نړيدلے يمه
زما د تګ قيصه په څو ټکو کښې لنډه دا ده
پريوتے ډير يمه خو هر ځل پاسيدلے يمه
زما د غره په چينو کيناستل د وخت زورور
تږے وم تلے زياره تږے ترې راغلے يمه
په درناوي: عبدالحميد زاهد