لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
دَ شاعرۍ کان
قيوم مروت
20م اګست 1993
ماته نه يادېږي چې خيالي صېب سره چرته زما ملاقات شوے وي او که شوے وي نو په دې کښې قصور زما دَ حافظې دے، هغه ته ګناه نشته. خو زه په دې مشکور يم چې دَ نا بلدتيا په تيارې کښې ئې زه راپېدا کړم . هغه دَ مردان دے او زه دَ ټانک ، دا رنګ چې دَ سويلي سيمې کومې ګيلې دَ قطبي سيمې نه وې دَ هغه کفاره تر څه حده خيالي ادا کړه. لکه ما عرض وکړه چې زه لعل بادشاه خيالي صېب دَ نزدې نه نه پېژنم نو په شخصيت ئې څه ليکلو نه معذرت کوم .
څو پورې چې دَ هغه دَ کلام تعلق دے نو ٫٫ مشک آنست که خود بګوېد نه که عطار،،خو ماته دعوت راکړے شوے دے چې څه نا څه به خامخا ليکم . نو عرض کوم چې دَ هر ليکوال دَ شاعرۍ يوه مرکزه ده . شاعر که څو هم مخ په وړاندې لاړ شي خو دَ خپلې مرکزې نه ځان نه شي خلاصولے . دَ خيالي دَ شاعرۍ مرکزه رقيب ده . اردو ،فارسۍ يا پښتو کښې داسې شاعر زما له نظر ه نه دې تېر شوے چې لفظ رقيب ئې نه وي استعمال کړے . انګرېزۍ ادب کښې دا شے دَ نشت برابر دے . شاېد چې هغوي دا مرض نه پالي . هسې هم دَ هغوي سوسائټۍ کښې رقيب يا خو وي نا يا دومره ډېر وي چې اهميت ئې ختم شي . دا چشتن مړے په خپل اندرون کښې دومره وسيع تشريحي مفهوم لري چې که دَ چا ورته خيال شه نو پوره يو کتاب پرې ليکلے شي . خيالي هم رقيب هم رقيب ډېر زړه ستړ ے کړے دے . دَ اردو استاد قمر جلالوي په ديوان کښې داسې غزل ناپيد دے چې پکښې لفظ ٫٫ قفس،، نه وي راغلے .دَ لعل بادشاه خيالي په کتاب ٫٫ زبېرګي،، کښې هم داسې غزل کم تېر ښکاري چې پکښې ٫٫ رقيب ،،نه وي ياد شوے . دَ خيالي رقيب لا دَ عمل تجسيم نه تېرېږي لګيا دے . کله خو دَ هغه رقيب دَ سامراج هغه پروردګان دي کوم چې دَ دولت په زور ورو ورو په ټوله نړۍ قبضه کوي ، لګيا دي . کله دَ هغه رقيب دَ سماج ټهېکدارانو شکل اختيار کړي . کله زمونږ دَ معاشرې غلطې رويې او ناکاره رواجونه دَ هغه دَ رقيب کردار ادا کوي او کله هغه په روايتي رقيب بدل شي چې دَ خيالي په نازک خيالۍ باندې دَ بد نيتۍ او دوکه بازۍ دَ څټک سره ګذارونه کوي .
په قول دَ رحمان بابا٬٬ په غزل کښې خو دوه بېته انتخاب وي،دَ خيالي ټوله شاعري انتخاب نه شي ګرځېدے خو٬٬ زبېرګي،،کښې ما داسې ډېر غزلونه وليدل چې پکښې ډېر زيات ابيات ئې انتخاب کښې راتلے شي . خو دَ دې نه هم انکار کول به سترګې پټول وي چې دَ خيالي صېب څه اشعار دَ بحر او وزن نه پرېوتي دي لکه په مخ ۴۶ او ۵۹ خو دا کمزوري يواځې په خيالي کښې نه ده بلکې دَ تېرو دوو عشرو راسې چې کومه شاعري دَ چاپ مېدان ته راغلې ده هغې کښې دا کمزورۍ عام په نظر راځي . خو دَ دې دا مطلب نه دے چې دې مهمې غلطۍ نه دې صرف نظر وکړے شي . ماته خطره ده که چرته دا مرض په زيتېدو شه نو دَ غل نه به هم ازاد غزل جوړ شي او شاعري به ورو ورو مقفی او مسجع نثر کښې بدله شي . شاعرانو ته لږ دې باندې توجه ورکول پکار دي .
لکه دَ ژوند په نورو اړخونو په شاعرۍ باندې هم دَ ماحول اثرات پرېوځي . دا يوه نفسياتي مسله ده . شاعران هم شعوري يا لا شعوري طور سره دَ يو بل نه اثر اخلي . زه نه يم خبر چې خيالي ته اکرام الله ګران څومره ورګران دے ، بعضې شعرونه چې ئې زه لولم نو ماته ناڅاپي ګران صېب مخې ته ودرېږي لکه
ته که ريښتيا نه راځې ، پروا نشته
زه نه خفه کېږمه خفه مې کړه
نن خو له خيالي نه دې مخ واړوه
لګي به يو ځل خامخا سترګې دي
مطالعه دَ شاعرۍ دپاره لازمي عنصر دے . خو دې کښې کله کله شاعر ٫٫ Kleptomania ،،ښکار شي . داسې معلومېږي لکه خيالي صېب دَ اردو شاعرۍ نه زيات اثر اخستي وي ځکه خو ئې بعضې بعضې شعر دَ اردو شعر ترجمه لږي ، لکه دَ اردو يو مشهور شعر دے .
ميرے پاس سے گزر کر ميرا حال تک نہ پوچھا
ميں يہ کيسے مان جاوں کہ وہ دور جاکے روۓ
او خيالي صېب دَ خپل خيال نيلے داسې زغلولے دے
خواله مې رانغلې ، نېغ تېر شوے ، خندېدې په زړه کښې
څنګه زه ومنم چې پټ پټ ژړېدې په زړه کښې
دَ خيالي په شاعرۍ کښې چې کوم شي زه ډېر متاثره کړے يم هغه دَ هغه نازک خيالي ده. دَ تخيل نزاکت او ترفع دَ شاعرۍ يو بې بدله وصف دے او دَ چا په کلام کښې چې دغه عنصر وده ومومي هغه يوه ورځ دَ علي خان يا امير حمزه خان شنواري په رنګ دَ کلاسيکي شاعرۍ مرتبه ومومي . دَ نازک خيالۍ سره چې دَ شاعر مخصوص اسلوب او دَ طرز بيان جادو شامل شي نو لوستونکي او اورېدونکي ولړځوي . دَ خيالي دَ نازک خيالۍ اندازه دَ دې شعرونو نه وکړئ.
کرښې جوړَومه ، ورانوومه په دې طمع
زړه کښې داسې وايم چې جانان به ترېنه جوړ شي
رېباره تا باندې مې شک شو چې رقيب خو نه يې
داسې په تريو تندي چې زېرے دَ اشنا راکوې
چرته ښکلي به په خوب کښې وي خندلي
دا چې نن دَ شپې موسم بهار بهار دے
ماته چې ياده شي قلم او هم کاغز راواخلم
هغې ته ياد چې شم راښکي په بالښتونو کرښې
زېر نظر کتاب ٬٬ زبېرګي ،،کښې خيالي صاحب دا يو اهم کار کړے دے چې دَ هر يو غزل سره ئې د ليک تاريخ او مقام ليکلے دے . دَ دې دوه ښکاره فائدې دي . يوه دا چې دَ مستقبل څېړنکارو ته به دَ خيالي دَ شاعرۍ دَ ارتقايي مراحلو څېړنه اسانه شي . لکه بعضې غزلونو سره ئې مقام کوهاټ ليکلے دے . اوس دا دَ محقيقينو کار دے چې هغوي تحقيق وکړي چې آيا خيالي صېب کوهاټ ته امرودانو شوکولو ته لاړ ده او که د وخت نمرودانو په مخه کړے وه . دوېمه ترې نه دا پته لګي چې خيالي صېب دَ کومو کومو وطنونو اوبه څښلي دي . دَ هغه دَ تجرباتو ، مشاهداتو او تعلقاتو جرړې کوم کوم ځاے ته رسېدلي دي . پکار ده چې زمونږ شاعران صاحبان دې روايت ته رواج ورکړي .
په اخېره کښې به زه دا ووايم چې ٬٬ زبېرګي ،،دَ شعرونو يو داسې وړوکے غوندې کان دے . چې پکښې ملغلرې هم شته ، لعل او ياقوت هم موجود دي .سنګ مر مر او زمرود هم يافت دي او داسې کاڼي هم چې صرف په قبرونو دَ اچولو دي خو مجموعي طور سره ٬٬ زبېرګي ،، دشعري معدنياتو يو موړ کان دے .
قيوم مرو
ت
20م اګست 1993