Fazal Ur Rehman Fitrat

 د فطرت ú شاعري د غېر متوّقع د لټون دويمه نامه ده مونږ چې کله د جديد غزل خبره کوو نو هم دغه رنګ تاثُر مخ ته راځي هم دغه رنګ د امکاناتو د لټُون او د تلاش يوه فراخه برخه د غزل پۀ موادو کښې د ځان ښودنه کوي ـ د خوشحال نه ئې راواخله تر حمزه او د حمزه نه ئې را اونيسه تر اندېش او سېف الرحمان سليم او بيا د هغو نه ئې را اونيسه تر دې دمه زمونږ غزلګو شاعرانو پۀ دې صنف کښې د خپل فن او هُنر جادوګري ښودلي ده کۀ يو اړخ ته د دې صنف روايت پسندۍ دا صنف د جمود ښکار کړے دے نو بل لور ته جديديت د نوي جهتونو سره اشنا کړے دے ـ ولې رښتيا خبره دا ده د مثتنسياتو نه علاوه کله کله د غزل پۀ زرخېزه زمکه د فني

معجزې له سببه يا د يو نوي رديف يا قافيې د پکاروَنې له برکته يا بيا کله د نويو نويو ټکيو د استعمال له وجې د غزل يو غېر رسمي او غېر معمولي شعرونه کۀ منظرِ عام ته راغلل نو راغلل ګني هغه زَړَه پۀ زَړَه، زاړۀ او ستړي کوونکي مضامين او هغه بې رنګه، بې نُوره، بې مزې او بې خونده او بې ذائقې قافيه بندي چې د سړي زړۀ د غزل نه وټکېږي ـ ولې د فطرت úډېر شعرونه نوي دي نوي موضوعات لري نوي لفظيات لري تازه خيالات لري د نوي رديفونو او قافيو پسې پۀ هڅه او پۀ لټون سر دے او ادبي مېدان ته ئې راوړي لکه ـ
زۀ يم تۀ ئې توره شپه ده او باران دے
تېل تمام دي ډيوه مړه ده او باران دے
کۀ ګورې چې يو مړے د ژوندو تر مينځه ګرځي
نو زۀ ئې ستا پۀ وړاندې يو مثال يم کليواله
د مِصر ښار دے محبت له دېوالونو څاڅي
ګبين ګبين حُسن د ښکلو له مخونو څاڅي
بيا د لامبۀ خوشبو رادرومي د شها له محل
بيا به نرے پشم د زلفو له سرونو څاڅي
زمونږ پۀ پُښتو ادب کښې بالعموم دوه قسمه غزلګو مخ ته راځي يو هغه چې بس يو څو د کمال غزلونه وليکي او بيا پس منظر ته لاړ شي او بل هغه چې پۀ ځائے د کمال د غزلونو پۀ خپله د کمال وي يعني داسې غزلونه مخ ته راوړي چې د چا حسيت د دې صنف د حيئت د مزاج او اهنګ سره يو فطري سمون خوري چې يو بېخي حېرانوونکي او غېر متوقع اشعار د خپل تخليقي قوت پۀ زور ادب ته پېرزو کړي او د داسې خلقو خپل شعور د ايجاد د قوّت او د تجربو د ضرورت نه مالا مال وي ـ
د يو چا خُمارو سترګو ته پرېوځي
يو څوک شګې ګام پۀ ګام هوا ته نيسي
سرچينه ئې ده د عطرو سازه کړي
د وجود هر يو اندام هوا ته نيسي
د شپې مې د بچو شمه د ورځې د زردارو
د خدائ پۀ زمکه ګرځم زړۀ نا زړۀ پکښې روان يم
زۀ خو پۀ کر د سرو ګُلونو کښې همېش بوخت يمه
خدائے زده جولۍ ته مې له کومې لورې غنې راشي
د همزولو د سيالۍ ئې نۀ وېستمه
مور او پلار راته پۀ پور جامې اغوستي
دا پېغله هسې نۀ ده د پيرۍ پۀ بام ولاړه
يو وخت کښې به د پاسه پۀ اورونو ګرځېدله
اوس ناسته دروازه کښې ځوړند سر ئې دے نيولے
د خپل ښائست له زوره به پۀ زړونو ګرځېدله
د زرقو زرقو پېغلو ذکر اوس پۀ شعر کښې نشته
مونږه راوَړي دي غزل ته ځان مرګي بريدونه
پۀ دغه لاره پېغلې مه بوځۍ پېريان پرې راځي
کومه لار تلي چې تر ښاره ده، بيماره ده
زندګي داسې ده د پښو پۀ ځائے پۀ سر روان يم
تنګه مې ساه له خپل ګفتاره ده، بيماره ده
دغه جينۍ پۀ شته لباس کښې بې لباسه ګرځي
د کومې ډلې پېروکاره ده، بيماره ده
مورې زما پۀ زړۀ کښې نښتے له مودو راهسې
ستا د څادر نه پاتې شوے چې وۀ غنه کښې تار
کۀ هغه زرقا شي زما د غاړې هار فطرتهú
راځوړند کړے مې پۀ دغه مُراد ونه کښې تار
بچو ته چې څۀ وړے نۀ شي سړے څو ځلې مړ شي
خالي لاس تېرېدل څۀ پۀ بازار اسانه نۀ ده
داسې شعرونه پۀ بې خيالۍ يا پۀ بې پامۍ يا محض اتفاقاً څوک هم نۀ شي ليکلے ـ د داسې شعرونو د پاره پۀ خپلو حسياتو کښې ژوَروالے پۀ بصارت کښې تازګي او پۀ تخليقي سرشت کښې د استقامت موجودګي پکار ده ـ
د فطرت ú امتيازي يا ځانګړے وصف دا دے چې د شعر پۀ وخت د دۀ واړه حواسه ويښ او بېدار وي ـ هغه يواځي شاعر نۀ دے هغه يواځې پۀ لفظونو لوبې نۀ کوي هغه يواځې پۀ زَړو او مښليو زمکو د خپلو خيالا تو کرونده نۀ کوي بلکې ځان ته خپلې نوي لارې تلاش کوي او بېخي د نوي او بلکل د تازه تجربو نه خپل ځان تېروي يا د دې تجربو نه تېرېږي او د يوې نوي دنيا د لټُون او تلاش ځان لوبغاړے ثابت کړي ـ
مجرد او غېر مجّرد، روايتي او غېر روايتي، بصري او سمعي او هم د دې توکيو پۀ ډاډ د دۀ بصيرت او د دۀ شعري وجدان وده مومي ـ هم دغه وجه ده چې د دۀ بعضې بعضې شعرونه او کله کله پوره پوره غزل زمونږ احساسات له هرې لورې پۀ خپل ګرفت کښې واخلي او مونږ ته د حېرت سره سره د بصيرت او د خوشحالۍ د يو همه ګير کېفيت تجربه مخ ته راوړي چې د تقليدي مزاج لرونکي او د نا پوخته کار غزلګو اکثريت د دې دولت نه محرومه دے ـ
پۀ درناوي
ماښام خټک  کراچۍ
۰۱ جنوري ۲۰۲۰م