د فضل عندلیب پيژندګلو
پوره نوم يې فضل حکیم دی عندلیب يې تخلص دی
د پښتونخوا دیر د تالاش د سیمې وسیدونکی د کلي نوم يې زیارت دی
د زیږون سمه نیټه يې مالومه نه ده خو څلویښت کاله خواو شا عمر لري -د پلار نوم يې محمد هاشم دی چې د تدریس له دندې فارغ شوی
عندلیب صیب وسنی رایج تعلیم تعلیم نه ګڼي نو سبق يې نه دی ویلی-
له وړوکوالي شاعري کوي او د ملاکنډ دیر سوات او شانګلې د ادبي ملګرو سره ناسته پاسته لري-په خپله سیمه کې سترې سترې ادبي غونډې کوي او له څه وخته د نیټ د لارې د ملګرو سره دی
چاپ اثار
ګورګورې-------د ولسي شاعرۍ ټولګه د چاپ کال ۲۰۰۴
ځونډي--------د شاعرۍ ټولګه د چاپ کال ۲۰۱۰
د جنون په کنډاو-------------------د نثرونو ټولګه نومبر۲۰۱۲
ناچاپ اثار
(وندڼي)ناول
دادبي ټوټو او تکلونو ټولګه(چې لانوم ورته نه دی ټالکلی شوی)
د شعرونو یوه ناچاپه ټولګه
یوه سفرنامه
قامي مضامین چې خواره واره پراته دي
د پښتنو لیکوالانو د تذکرې چاپولو هڅې هم کوي
---------------------------------------------------
د شعر بیلګه
( نه مې جرګې شته نه مې هاغه شملور پښتانه)
نن چې د یو کوره لوګی د تنور پورته نه شو
ما وې که خلک له دې کلي نه په کډه تلي
د بر کنډاو په تور ګړنګ توره خارو ناسته وه
خو د پخوا په شان په خله کې ي سندره نه وه
په هر پټي کې مالکونډۍ او کاريزې ولاړې
دسرو غانټولو قطارونه په نظر نه راتلل
دسرو منګو ماتو کودرو راته ځکه ژړل
چې ي په خوا کې د ګودر په سينه اور بلېدو
نه درمندونو کې رشې وې نه دلۍ ښکارېدې
نه په ډبه باندې پيتاوی ته د خلکو ټولګی
شاړې حجرې د پخوانی دور ارمان کولو
دوړو ته زوړند وو يو ګټ کې بې تارونو رباب
نه مې د توت سيوری ته کټ نه مې چيلم وليدو
نه کروندې وې نه لوونه په اشرو کيدل
نه د قلبې تکړه غوايان شته د ديقان په کور کې
هغه ايوه شته نه جغ او نه خاښۍ چرته کې
نه د چرګۍ په غاړه بيا کوړمه راغونډه شوله
نه په خانک کې شته ليټۍ نه د غوړو ډنډونه
نه د رباب او منګي غرب شته نه ژړا د ستار
نه د غرسه جانان شپيلۍ زما تر غوږو شوله.
نه چلغوزي شته د نخترو نه پرګی د سيړو
نه مې شپونکے وليده نه هغه رمې په غره کې
نه په ودونو کې دسرو لاسو اتڼې کيږي
نه مې د غم په وخت کې ساندې تر غوږونو شولې
نه په اخترو کې سيلونه او ټالونه شته دی
نه دېوالګو باندې د ګوتو د مټۍ ګلونه
نه په شپلونو باندې شته د لولکو سيلونه
نه په نکريزو سره لاسونه نه خالونه په مخ
نه مې اوګۍ نه مې چارګل نه مې پيزوان وليده
نه د کخي خله کې ټپه شته نه جواب د ټپې
نه پورې چم کې د تنمبلونو اوازونه خيژی
نه مې په دې سيمه د دروزې څپلۍ ولېدلې
نه اوس په ژرنده کې دانو ته خلک شپې روڼوي
نه ترېو لاوڼ شته نه پيتي او نه کټوۍ د شومبلو
نه د ميچنو تاويدلو اوازونه شته دی
نه غلبيلونه شته دی نه هغه چجونه چرته
نه په توڼو او دروازو باندې ژور ګلونه
نه نظرماتی له لوګی شول سپيلنی او نمير
نه مې جرګې شته نه مې هاغه شملور پښتانه
نه هغه يار شته چې د يار په سر کي سر ورکوي
ما عندليب له خپل زړګي دا مشوره راکړله
نامرده ځه له دې وطنه دلته څه پاتې
(تماشبینه)
تکلیزنظم
زه د اوښکو ځلولو قایل نه یم
خپلې اوښکې په خپل ځان جرګه کوومه
چې مې رحم په ځپلي وجود وکړي
اسویلي مې په ګریوان جرګه کوومه
************************
زه د نوې نړۍ نوی رنځ لرمه
په کوشته د روایت مې علاج نه شي
شعورونه د جمود کوهي ته لویږي
چې بدلون چرته حصه د رواج نه شي
************************
یو ګمان به مې یقین نه شي هیڅکله
چې اقرار دې د توبې په خوا کې پروت دی
نه به زړونه کړي ټکور نه سترګې یخې
چې ادب دې د باجې په خوا کې پروت دی
****************************
ما دې غم او تا مې غم نه دي ژړلی
تا په ما او ما په تا پورې خندلې
زه او زړه ورته حیران حیران ولاړ وو
اسویلي مې په خندا پورې خندلې
************************
دا په سر چې مې د ستورو قافله ده
تماشبینه د بلا جګو شملو وه
دې کوڅو بلا لښکرې تمبولي
دې کورونو کې به مینه په دلو وه
*********************
داسې نه ده چې پریوتی له کیسې یم
خو چې کینم د جهان قیصه کوومه
زه به کله عندلیبه ځان راټول کړم
زه به کله د خپل ځان کیسه کوومه