د ارواښاد مختیار ګوهر صېب پېژندګلو
په ډیره مېنه او مننه د فضل سبحان عابد صېب
ارواښاد مختيار ګوهر په 1955ء کې په درګۍ کښې د نامدار ملک کره پېدا شوے ؤ.او په کال 1984ء د فرورۍ په شپاړسمه نېټه د يوې حادثادتي ټريفيکي بدے پېښې په نتجه کښې د ځوانۍ په غندل مات شو. او زمونږ نه بې وخته جدا شوے ؤ. لکه چې په خپله يې په ژوند وئيلي وو . چې
وخته څۀ بې وخته دې جدا کړم د ملګرو نۀ
اوس مې په هغې محفل کښې تش يادونه پاتې شوو
مختيار ګوهر تش د درګۍ کلي يا د خپلې علاقې پورې محدو نه ؤ بلکې په ګېر چاپېره پښتونخوا کښې يې په ادبي دنيا کښې خپله پوره پېژندګلو لرله .
ځکه هغه وخت د هغه د څلوېښتمې په محال نوموړي شاعر او اديب شاعرِ امن ارواښاد پير ګوهر په خپل نظم کښې چې په هغه يې ليکلے ؤ داسې وئيل چې,
"اے سايله ورته لاس که د ادب ماڼۍ نړېږي"
فروري خو د سپرلي آغاز وي نو ځکه خو پرې د هشنغر نومؤړي شاعر اديب قدرمن اشرف غمګين وئيل چې .
"دا ځل د سپرلي قيمت څۀ ډېر وينم
واخستو خــــــزان رانه ګوهر په ګل"
او په خپله مختيار ګوهر په ژوند وئيلي وو
چې.
لا خو ګل نۀ وې اے زما د اميدونو غوټۍ
ستا په تنکۍ ځوانۍ نظر د چا سپېرو وولګېد
----------------------------
د ارواښاد مختيار ګوهر شعرونه د مختلفو کلامونو نه
د هر مئين د ژوند مرۍ ته تېزندي پرته ده
دلته د مينې په نوم لويه پابندي پــــرته ده
جانانه خېردےداخو ستا د محبت په خاطر
کۀ په ګوهر باندې نامه د لېوني پـــــرته ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اشنا د مينې په وطن شوه ګناه ګاره مينه
اوس نه په کلي کښې کېدېشي نه په لاره مينه
هاغه دې هېر شو چې پرون يې په رقيب وژلې
ساده زړګيه بيا هم غواړې له دلداره مينه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما په موسم کښې د سرو ګلو لاس خالي راؤړي
په وچو شونډو مې څو ستړي اسوېلي راؤړي
پرون دې وې ګوهره مه څکه نن په خپله يې څکې
زاهده ښکاري جوړې تاله يې جنتي راؤړي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لا د يزيد د بچو دور دے هغې کلي کښې
ډېره د وينو ارزاني ده هلته څنګه ورشم
نادان زړګيه مينه بې د زرو نه شي کېدې
زما څۀ ډېره غريبي ده هلته څنګه ورشم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خېر دے انسان يم که بدنام شوم د انسان په نامه
خو چې تور نه شوم په دې کلي کښې د ځان په نامه
زهر دې راکړي خېر دے تېر به يې کړم ؤبه يې څکم
خو دا دې ووايي چې واخله د جانان په نامه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پرېدئ لاروے دے پاســــــــــوئ يې مه
ستړے به وي خېر دے چې دمه ؤکړي
ګرانه ګوهــــــــــر وايي سبا وژني مې
را دې شي اشنا چې تمـــــــاشه ؤکړي