*دپښتو دڅڼې ګل د ے* 
ليک اميرزيب زيب سرخيلى

واحدزمان زمان  چې ددارمۍ (شامس )دخاورې پيداوار دے  شخصيت يې په سپينو جامو تور واسکټ تورو بوټانو او موټر ښه درون دے داسړے نه ډير پيړ دے ـ او نه ډير نرے دے ـنه تور کودے دے ـآونه د چين ښاپيرے دے ـ
 نه ډير دنګ دے ـاو نه ډير مندرے دے ـ او دغه شان ددې سړي  ګيره او بريت دواړه شته خو دے نه جماعتے دے اونه نيشنلے دے ناسته ولاړه يې  دسړو ده کله کله داسې روماني خندا وکړى چې دنازونو ډکه نينځکه جينۍ هم ځان ته متوجه کولے شي داموجوده سړے او پخوانے هلک چې دژوند په لاره دبوډاتوب په لور ګامونه اخلى زه د ډير وخت نه پيژنم مونږ دسخرې په سکول کې په شپږم جماعت کې وه چې دوه تنه هلکان زمونږ کلاس ته دادارمۍ نه راغلل ديو نوم واحد زمان او دبل نو م شاعر زمان وه دوۍ له دکلاس هلکانو ډير په مينه ځأے ورکړو ددواړه هلکان ښکلى دومره نه وه خو سير ناک ضرور وه دوۍ څه ورځې دلته وه خو بيا زمونږ يو استاد صيب وه الله دې په ګور نور کړى نادرشاه استاد صيب چې دخپل تکيه کلآم په  وجه په بهايى استاد مشهور وه هغه ورته وې بهايى تاسو ته خو دراحت کوټ سکول په لنډو دے هلته ولې نه ځۍ چې دلته راځۍ اودغه شان دوى بيا ددې سکول نه لاړل خو زما دلته د دوۍ سره يوه خبره هم نه وه شوې ځکه چې زه په وړوکوالى ډير مضوب وم دنا اشنا خلقو سره خله ګډه ول زما دپاره د وسپنو نينې چيچل وه ـ خو زما به زړه کې راتلل چې شاعر زمان به شايد چرته لويې شاعر چوړيږى مور او پلار  به پکې څه نخې نښانې ليدلى وى نو دا نوم يې ورله ايخے دے او ددې بل نه خداے خبر؟دوى لاړل او کله کله به ورسره زما غيررسمى ملاقات کيدو خو د دوستۍ څه ماحول نه وه ښه مې يادى زه هم ددولسم دپښتو  دپرچې نه واپس راتلم دبس به چت  ناست وم ا و دے هم زه خو قابل وم په پرچه کې مې ديو ټکى ــ بيلات ـ معنې غلطه ليکلې وه دده نه چا ددغه ټکى په حقله تپوس وکړو نو دے هم زما غوندې  وختو ــ دغه شان دوۍ دواړو خپل تعليم پوره کړو يٶ استاذ شو او بل ډاکټر (ډسپنسر)
ډير کلونه پس مې د پښتو اکيډمۍ په يوه رساله کې چې د ـ پښتو ـ په نوم  وه او ارواښاد ډاکټر راجولى شاه خټک يې مشري کوله يو حمد ولوستو چې لپاسه يې پرې دليکوال نوم واحد زمان زمان شامس ليکلے زه حيران شوم چې حمد او واحد زمان؟ هغه شاعر زمان ولې شاعر زمان نه شو ؟ چې خپل نوم يې روسته بيا  په شاهد زمان بدل کړو دزمان سره زما يو ملاقات په باغډيرۍ کې وشو چې په کې  د يوبل سره مو پيژندګلو و کړه او دغه شان زمونږ درسمى ملاقاتونو سلسله شورو شوه کله به زه دده خواله تلم او کله به دے زما خواله راتلو ما به دته ډير وې خودے به مشاعرو له نه تلو يوه ورځ مې هغې مشاعرې له په زور بوتلو کومه چې په حراءسکول درشخيله کې دروغانى صيب په درناوى کې جوړه شوې وه خو بيا رانه په نيمه کې راوتختيدو په دغه وخت کې دمشاعرو دتګ ازادى دده صرف د ضياءالدين يوسفزى سره وه چې بيا يې روستو بل وطن ته د سيل دپاره هم بوتلو دے زما سره مشال ټولنې ته نه دے تلے خوچې کله بيا ملګرو د روڼ سحر ټولنې دچوړولو اراده وکړه نو ما ملګرو ته مشوره ورکړه  اودته مو دصدارت شمله وتړله دا بد ورسره ما کړي وه لالچ مې داوه چې مالدار دے مالى
بوج به وچتوي  زه کله کله د يو نيک لالچ دپاره دغسې بد کومه دغه خبره ريښتيا وخته  دنغدو په صورت کې مالى بوج هم وچتوي او د ټوانې ميلمانه هم پالى خو زما خيال وه  چې  خانک په سر به هم وى او کله کله به لکه پخوا چې به خلقو د ناويانو سره خوږ خانک ليږلو دے به دغه چل د ميلمنوسره هم کوى خو داسې بيخى نه کوى بلکې نااشنا خلقوته شوم او متکبره هم ښکارى په بعضې وخت کې چې ورته څه خبره وکړې نو بيخى به دامحسوس نه کړې چې دا پرې ښه ولګيده اوکه بده په موبايل اوګدو خبرو ته بيخى جوړ نه وى 
دپيشې د لحاظه استاد دے خو دغه علم نه لرم چې څو فيصده تخواه حلاله وى البته چرته ماشوم له يې لاس و خپه نه دى مات کړى کلينک هم چلوى خوانجکشن ترې نه دے وران شوے دګاډو اغستل خرسول هم کوى چې ډير تاوانونه يې پکې کړى دي ډير ګڼکپان پرې پيښ شوى دى نن صبا ٣٥لاکه روپۍ په خساره کې دے خو حوصله يې غر غر او برابر ده که دادب مشرانو دپرايمرۍ داستاذانو غوندې دادبى ټولنو مشرانو له تربيت ورکوٶ نو چې زمان صيب پاتې نه کړۍ ځکه چې
ددي ټولنې نه مخکې دے بل ځاے غړے نه دے پاتې شوے لکه يواعلا تعليم يافته ځلمے چې په کميشن يوه غټه عهده ترلاسه کړي دے هم داسې دصدارت دڅوکٸ سره ادبى دنيا ته مخامخ شوے دے دغه وجه ده چې کمزوريانې يې ډيرې دى دغونډې ورځ يې معلومه نه وي اکثر دوه مياشتې پس وي کله کله پکې دريمه مياشت هم سر وخورى دتنقيد ى غونډو مخالف دے مذاکاراتى ته هم ډير زړه نه کوى دغونډې دپاره هغه ورځ مقرر کوى چې دسکول نه فارغ وى د ميډيکل سټور او ليبارټرۍ نه هم  ډير مصروف نه وى د ګاډو په کاروبار کې ورته هم فرست ميلا وى دبلې ټولنې له خوامشاعره وغيره هم نه وى ځکه چې دے دخپلو نه زيات په پردو پروګرامونو مين دے او چاته وايى هم نه لکه دبې پروا مورچې خبل بچوړى کور دخداے په اسره پريږدى او دا پردۍ ښادۍ له لاړه شى خو بل ځاے دټولنې دنمايندګۍ حق هم په ښه  طريقه ادا کوى او دده نه علاوه دده ګاډے موټر هم ادبى خدمات ترسره کوى زما غوندې د کمې پوهې سړے سخرې ته رسوى فضل محمد سواتى سمبټ ته او سراج صيب اسالې ته په خپله مشاعره کې خو بيخى هغه شان کرداراداکوى لکه دجهانګير ترين هيلى کوپټر دپي ټي ايي دحکومت دجوړيدو دپاره ادا کوو خو کار داښه وى چې دغه لويه دستوره مونږ په دوه کاله کې يوه  يعنې دقسم خوړو کوو چې پکې الله پاک حاضر ناظر وګڼو ګنې چې بيا به دد اسې  دستورې کولو غلطى نه کوو غزل او ازاد نظم يې دستايلو وړ دى کتاب يې راروان دے که په ټولنو کې  دپروګرامونود سستيا په وجه که چا بل چا ته ايوارډ ورکړو نو دابه دزمان صيب حق تلفى وى او مونږ به دده دپاره احتجاج هم کوو په ځنې کارونو کې ډير تکړه هم دے لکه غزل ليکل او مقاله ليکل يې دګس لاس کار دے زما مطلب دا نه دے چې ګسے دے په ګس لاس ليکل کوى په ښۍ لاس ليکى خو اسان دى ورته خو په ځنې کې ډير سست دے ډير پخوا ورته ابراهيم بيدروال صيب د مياندو په حقله د نظمونو راټولولو ويلى وه خو تر اوسه يې لادا کارنه دے کړے يوه ورځ زما نه په څه خبره خفه شوے وه خو کارداښه وه چې اختر نزدې وه خوا له يې لاړم روغه مې ورسره هم وکړه 
أو تيکې مې ترې هم وخوړې لوستونکى دې زما داتجربه په نظر کې وساتى که په چا ملګرى دزړه بړاس ايستل غواړى نو دغه يې بهترينه موقعه وى بيا روغه هم زر وشى اوخيټه پکې هم وڅريږى الله دې يې په سر حيات لرى زما دادب دلارې مل دے او دپښتو د څڼې ګل دے



څۀ خپل ارمان او څۀ دا ستا قیصې وژړولم
پۀ هر قدم بې درده زمانې وژړولم
خپل ځان راته ناشنا ناشنا پردے پردے ښکاره شۀ
موده پس مخامخ شوم آئینې وژړولم
نن بیا مې پۀ سلګو د چا تصویر ته جړا اوکړه
تنها وومه نن بیا د هجر شپې وژړولم
ټول خلق کور ته راغلل تۀ د خاؤرو غېږ لاړې 
جانانه په سلګو دې جنازې وژړولم
پۀ سرو  شونډو دې بیا سوو پاڼونو وار خطا کړم 
پۀ سترګو کښې دې نوې تلوسې وژړولم 
زما نصیب ته ګوره د جنت وطن به غېږ کښې
زمانه ځۀ په خوئ رنګ فرشتې وژړولم