پروفيسر عبدالوهاب خان


     دا ښکاره خبره ده چې پۀ دې خاوره او غرونو کښ ډېر داسې لال وجواهر خوندی دي چې کۀ د چا پۀ لاس ورشي نو نيستي به ئې ختمه شي خو دغه لالونه معلومول يا خو د غېب علم غواړي او يا د ډېر زيار نه پس دريافت کېدے شي ـ 

      دغسې دا دنيا هم د داسې خلکو نه ډکه ده چې د اعلی کردار خاوندان دي او د داسې خلکو سره معارفي کېدل هم پۀ قسمت دي ـ کۀ د ښو خلکو صحبت چا ته نصيب شي نو ژوند ئې بدل شي او چې د بدو او جرائم پيشه خلکو سره معارفي شي نو د تباهۍ کوهي ته ورګوزار شي ـ الله دې اوکړي چې هر چا ته خواږۀ،اخلاص مند،با اصوله او ريښتيني ملګري نصيب شي چې دنيا ئې هم ښائيسته شي او آخرت هم ـ او داسې قيمتي خلک د خوش نصيبو پۀ برخه وي ـ 

    پۀ دغه لال وجواهرو خلکو کښې يو بې بها لال عبدالوهاب خان هم دے چې زما ورسره د عمر پۀ آخري برخه کښې پېژند ګلو اوشوه او چې او مې پېژندو چې د معيار سړے دے نو مراسم مې ورسره زيات کړل ـ کله کله ئې خبر اخلم او وهاب صېب هم کله کله زما غريب خانې ته پېښه کوي او راته د ملاقات شرف رابخښي ـ

     زۀ د عبدالوهاب خان پۀ ورورۍ وياړم ـ مينه ناک او د درنو اخلاقو څښتن دے ـ زما ورسره د پينځۀ ؤ شپږو کالو نه تعلق دے ـ کله چې زما لُور ناياب سراج د سوات پۀ تاريخي جهانزيب کالج کښې پۀ بي ايس انګلش کښې داخله واغستله نو وهاب صېب ئې پرنسپل ؤ او د هغې پۀ وساطت مې ورسره د نيزديکت دا رشته جوړه شوه ـ دا وخت زما لُور د طالب علمۍ نه فارغه ده او وهاب صېب هم ريټائر دے خو د مينې او وفا دا رشته برقراره ده او زۀ د وهاب صېب سره پۀ رورۍفخر کوؤم ـ

     وهاب صېب د ډېر لوے کردار څښتن دے ـ با اصوله، مينه ناک او خواخوږے بنيادم دے ـ زۀ دا پۀ دعوې سره وايم چې وهاب صېب چې کوم خصوصيات لري داسې خصوصيات ما پۀ ډېرو کمو خلکو کښې ليدلي دي ـ زۀ دا خبره حلفاْ کول غواړم چې د ذاتي ګټې د پاره د چا چاپلوسي بيخي نۀ کوؤم ـ خو چې پۀ چا کښې د کردار لوړتيا محسوس کړم نو ورله د زړۀ لۀ کومي احترام او درناوے ورکوؤم ـ ژۀ دا تاسو ته برملا د دې خبرې ضمانت درکوؤم چې کوم خلک ما د خپل فکر پۀ تله تللي دي نو کۀ د هغه خلکو پۀ کردار کښې درته څۀ کمے هم محسوس شۀ نو زۀ هر قسم جرمانې ادا کولو ته تيار يم ـ دا دنيا د داسې غمو غمو خلکو د سره آباده ده چې د مينې او وفا بې بها خزانې دي ـ او پۀ داسې هستيو کښې يو نُوم د وهاب صېب هم دے ـ 

          وهاب صېب د تاريخي کالج، جهانزېب کالج پرنسپل پاتې شوے دے او د دوي پلار جان هم پۀ خپله ځوانۍ کښې د دې کالج پرنسپل ؤ ـ د جهانزېب کالج د پرنسپلۍ نه پس وهاب صېب د کالجونو صوبائي ډائرکټر شۀ او نن سبا د ريټائرمنټ د ژوند نه خوندونه اخلي ـ              

        وهاب صېب د يو ميقناطيسي شخصيت مالک دے ـ د ميني لاروے  او د يارانو يار سړے دے ـ شاعر هم دے ـ يوه شعري مجموعه ئې چهاپ ده او نن سبا د دويمې شعري مجموعې د چهاپ پۀ تکل کښې دے ـ د خپل کلي رونیال د يوې علمي کورنۍ چشم و چراغ دے او د خپلو وروڼو سره د رونيال پۀ کلي کښې دجرنيلي سړک سره نيزدې پۀ يوه دنګه ډېرئ استوګن دے چې د علاقې منظرونه ترې پۀ ډاګه ښکاري ـ انتهائي مېلمه دوست او ريښتونے بنيادم دے ـ

    هغۀ څو څو ځله دا خبره زما پۀ وړاندې ډېره پۀ فخر کړېده چې 

   "زۀ پۀ دې خبره ډېر وياړم چې پلار جان چې مې دلته پۀ جهان زيب کالج کښې پۀ کومه څوکۍ خپله وظيفه تر سره کړېده نو پۀ هغه څوکۍ ما ته هم د خپلې وظيفې تر سره کولو موقع پۀ لاس راغلې ده او دا زۀ خپله خوش بختي ګڼم چې د استاذۍ پۀ اعلی منصب د خدمت کولو دغه زمواري مې پۀ اخلاص سر ته رسولې ده ـ او خپلو شاګردانو او ملګرو استاذانو له مې روا درناوے ورکړے دے ـ


زما يوه قطعه ده چې


هغه سړي ته ــــــــــــ سړے نۀ وايمه

چې حیثیت پۀ چل یا زور جوړ کړي

زۀ د هغه سړي ــــــــــــــــ کمال منمه

چې د بل زړۀ کښې ځان له کور جوړ کړي

     وهاب صېب دې د ژوند پۀ هر ډګر کامياب او بريالے وي ـ