لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
دنیا په امن ښائسته کېږي.
دا زما دریمه شعري مجموعه ده چې تقریباً په درې سوه ټپئیزو مشتمله ده یوه نیمه دوه لسېزې به کېږي چې ټپئیزې د پښتو ادب په مېدان کښې وجود موندلے دے تر دې دمه پکښې د شمار څو مجموعې منظرعام ته راغلي دي او د پښتو شعر ادب مینوالو په ډېره مینه قبولې کړې دي.
ما په خپله په وړمبي ځل د پښتو د ستر هنرمند ډاکټر کرن خان په وړمبي البم ( مازیګر) کښې ټپئیزې اورېدلې وې ډېر خوند ئې راکړے وۀ د هغې نه پس له دغه صنف سره اشنا شوم
ښاغلے افضل ټکور صاحب وائي " ټپه ناوې ده او ټپئیزه ئې سنګار دے " ټپه د پښتو شاعرۍ هاغه صنف دے چې د دې ځانګړتیا دا ده چې دا د بلې ژبې په شاعرۍ کښې نشته دا د پښتو اولسي ادب یو ډېر مشهور او معروف صنف دے ځکه ځینې ادب پوهان د ټپئیزې سره اختلاف لري او وائي د ټپې نه چې ټپئیزه جوړه شي نو د ټپې اصل وجود او ځانګړتیا له مېنځه وړې څه لیکوالان شاعران ملګري او د پښتو شعر ادب مينوال دغه صنف ډېرې خوښوي هم او په دغه حق کښې دي او بلها کار ئې پرې کړے هم دے.
زما په خپله هم ټپئیزې ډېرې خوښېږي د ډېرې مودې نه مې په زړۀ کښې وو چې په ټپئیزو کار وکړم د مسافرۍ ژوند دے نن سبا سعودي عرب کښې د کار روزګار داسې خاص خوند هم نشته تېر ژمي کښې وزګار اووم ټپئیزو ته مې خیال شو کتاب مې تیار کړو، ما چې کومې ټپې راخستې دي که د حیات شاعرانو برخه پکښې وي نو باوري یم چې زما نه به خاطر نه درنوي کتاب لیکل ګران کار دے. او کتاب چاپ کول د هغې نه زیات ګران کار دے کله چې سړے په پردي وطن کښې مسافر وي او خواهش لري چې کتاب چاپ کړي نو باوجود د دې چې د سائنس او ټیکنالوجي زمانه ده رابطې اسانې شوې دي خو بیا هم دا یو قسم له ناممکنه وي چې کتاب دې ستا په غېر موجودګۍ کښې چاپ شي او که چاپ هم شي خو دا خو بیخي امکان نه لري چې بیخي دې ستا د مزاج مطابق چاپ شي خو زمونږ خوش نصیبي ده چې د ګـران ورور سمیع الله ګران غوندې خواري کښ او د خپل کار سره مخلص ملګرے مو په برخه رسېدلے دے. د ګران خپرندویه ټولنې د مدیر ګران ملګري سمیع الله ګران صېب د پښتنې مینې احسان مند یم چې د کتاب د چاپ چارې ئې په ښۀ ډول تر سره کړې او کتاب ئې زما او ستاسو لاسو ته راورسوو
د دې سره سره د سوات د ډېر قابل قدر مشر نوموړي ارټسټ مراد (دادا ) هم د زړۀ له تله مننه کووم چې زما کتاب له یې په ډېره مینه ټائټل تیار کړو د ګران کشر جواد ازار صېب ممنون او مشکور یم چې د کتاب د املا سمونه ئې وکړه او دغه ګران کار ئې راته اسان کړو،
د خوږ او ګران مشر پوهاند استاد محترم نور الامین یوسفزي صېب، د خوږ ملګري ډاکټر حنیف حېران صېب د ګران ملګري پي ایچ ډي سکالر عدنان خیالي صېب، ډېر محترم او شفیق مشر ډاکټر عثمان اولسیار صېب او تېره تېره د نوموړي هنرمند او خوږ رور ډاکټر کـرن خان د مینې پوروړے یم چې د بلها مصروفیاتو باوجود ئې زما له پاره وخت اویستو او زما په ژوند او فن ئې لیکل وکړل او زۀ ئې په خپلو درنو او خوږو لفظونه ونازولم. د خوږ ملګري لقمان حکیم د مینې هم مننه چې په ښۀ ډول ئې د کتاب کمپوزنګ وکړو.
"دنیا په امن ښائسته کېږي"
ستاسو په لاسونو کښې دے الله دې اوکړي چې ستاسو خوښ شي.
د خپلو مینوالو د مینې پور وړے یم چې تل ئې شعر ادب ته هڅولے یم کۀ د مینوالو مینه نه وے نو شاید چې ما یو تورے هم نه وے لیکلے او چاپ کړے. خپلې خبرې په دغه ټپه راټولووم چې
عالمه یو تر بل ځارېږئ
دنیا د غم ټالۍ وهي ورانه به شینه.
په پښتنه مینه
نصیب زاده تنها
سعودي عرب ریاض