لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
د سوات ادبي الوت پښتونخوا د سیوري لاندې د ښاغلي ظاهر شاه ظاهر صېب د کتاب " د وختونو زولنۍ " د مخکتنې دستوره پۀ ټي ايم اے هال مټه سوات کښې وشوه۔ چې صدارت ئې ډاکټر عطاءرحمان عطاء صېب واکړو۔ مشران مېلمانۀ پکښې منېجر فضل رحمان او پروفېسر سېراج وو۔ عزازي مېلمانه پکښې د کوز سوات ټول ګډونوال وو او د دې دستورې کور بانه د بر سوات ټول ګډونوال وو د نظامت چارې ئې امجد علي سورج ترسره کړې۔ تلاوت محمد شعيب حسرت استاد صېب واکړو
مقاله بريال يوسفزي او تاثيرات ډاکټر واحد زمان زمان ٗ منېجر فضل رحمان او ډاکټر عطاءرحمان عطاء وړندې کړل او د دې سره سره پکښې سعيدالله خام ٗ رياض احمد حېران او حيدر علي حيدر نظمونه وړندې کړل۔ د طاهر شاه ظاهر صېب د کتاب نه انتخاب کلام نويد رحمان نويد وړندې کړو۔ دستورې ته پۀ راتګ د ټولو ښاغلیو ملګرو د راتګ ډېره زیاته مننه کوم. کور مو اباد
امجد علي سورج