د شاه نواز باقر لنډه پیژندګلو 

شاه نواز باقر د هنګو په سیمه کی په کال ۱۹۹۴کی د غلام حسین په کور کی سترګی غړولی دی. لومړنی زده کړې یی هم په هنګو کی کړی دی خو د شاه نواز باقر صیب پلرنی وطن (کلی ښارګنی، ولسوالی هسکه مینه، ننګرهار) افغانستان دی او نن سبا په کوهاټ کی وسیږی او د ځواک ادبی ټولنی غړی دی. یو کتاب چاپ لری چی نوم یی تزکره ده.


د کلام نمونه 

غزل 

پوهه نن ستا په ملاقات نه شومه

زهر مې وڅکل خو سقرات نه شومه


په ما به نښې سمولې خلکو

خو زه هم کاڼي ومه مات نه شومه


دا ستا لټون مې دومره نه دی کړی

بس تاو راتاو د کاینات نه شومه


ته چې د خپله ځان نه کم نه شولې

ځکه خو زه د ځان نه زیات نه شومه


زما احساس د وخت د ښاخ پورې ښخ !

بیا هم باقره لکه شات نه شومه

-----------------------------------

غزل

زه مسلسل روان یم ، ته مسلسل ولاړ یې

زه به دا خپلې پښې درکړمه که شل ولاړ یې


اوس نه اسمان چورلک وهي او نه د ځمکې محور

اوس کایناته ! په هر حال ښه مکمل ولاړ یې


زمونږ لپاره بس د ځان حرارت هم کافي دي

لمره ! نو ته ولې زمونږه په سر تل ولاړ یې


حیران په دې نه یم چې زه نه کړم سفر روان یم

حیران په دې یمه چې ته کوې مزل ، ولاړ یې


د هجران سواله ستا جواب په خپل وجود کې شته دی

د وصال سواله جواب نه لرې او حل ولاړ یې

-----------------------------------------

غزل

درد له چي مرهم واخلي راوغورزيى

ساه چي بونيادم واخلي راوغورزى


څومره لنډ او تنګ شو ده ګلاب ميزاج

لمر چي تري شبنم واخلي راوغوزي


کانړى چي ډير خوشک شي پورته وخيجي

ستوري چي لګ نم واخلي راوغورزي


وخت په تور زنجير تړلي هر پښتون

لاس کي چي قلم واخلي روغورزي


ودريده ده زمکي مخور ودريده

خلک چي قدم واخلي راوغورزي


ماته راپه ياد کړي جنت اه مرغي

خوله کي چي غنم واخلي روغورزي

-----------------------------------------

خپراونکی دوست محمد دلسوز ملاکنډ