د ښاغلي محمد حنیف قیس لنډه پيژندګلو

نوم---محمد حنیف
تخلص---قیس
د پلار نوم--معمبر خان
د سوات د ګلورینې سیمې د چارباغ د لنډي کلي وسیدونکی دی
د زیږون نیټه-۱۳-۴-۱۹۶۰
په ښوونځاي کې د معلم په هیڅ يې دنده ترسره کوله چې وس پنشني شوی
ښاغلی قیس صیب د سوات دیر ملاکنډ او پښتونخوا د نورو سیمو د ادبي محفلونو پيژندلی نوم دی-په ګڼو چاپو کتابونو يې سریزې لیکلي او د ځوان ادبي پښت لارښودنه يې د ژوند په هرډګر کړې-د ويئنا انداز يې ځانګړی دی او د پښتو ادب سره تړلي د پښتونخوا ګڼ ملګري ورسره اشنا دي-د خو اخلاقو څښتن دی او د سوات د ادبي حلقو امام دی-په شعر کې يې فطرتي ښکلا او کلیوال رنګونه جوت دي او د شعر سره سره نثر هم لیکي
چاپ اثار
۱-زاره چاودي مزلونه(شعري ټولګه)
۲-نوي نعتونه
۳-مرغزار(شعري ټولګه
۴-بله شونټۍ(شعري ټولګه)
ناچاپه اثار
چغجۍ(شعري ټولګه)
او د افسانو یوه ټولګه

د شعر بیلګه
په خپل زړه باندې مې ښه مینه ماتیږي
کوه قاف دی ښاپیرۍ پکې اوسیږي
خورو زلفو کې يې تور خالونه پټ شو
تاروګان دي په جاخونو کې پټیږي
قافيې سترګې وانړوې جانانه
په غزل کې قافیه رانه ورکیږي
ډیر ښه والی هم ښه نه دی یو حد غواړي
په کوم بوټي چې بار ډیر شي نو ماتیږي
خدایه خیر د زړه لمن مې سورۍ کیږي
له سرو سترګو يې بڅري راوریږي
په سرو شونډو چې يې راغلم ځکه لوي شوم
سرې مچۍ چې سړی وچیچي پړسیږي
ګل چې ځان راټولوي قیسه زمانه
زما زړه به پسې ولې نه خوریږي
هایکو
ستا که رنګ تور دی هیڅ خبره نه ده
یواځې مینه د مڼو نه کووم
زما ګورګورې هم بلها خوښې دي