لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
د شمس بونيري وفات خبر د پښتو شعر و ادب او فکر و نظر د قافلې دپاره د لوے غم خبر دي مونږ هم د شمس بونيري صيب په وفات غمژن يو، د هغه وفات سره د پښتو ادب او سياست په ميدان کښې يو خلا پيدا شوه هغه د ژوند په دې ميدانونو کښې کمې به تر مودو احساسيږي. د پښتو ژبې ادب کلتور د ودې دپاره د شمس بونيري صيب سره د خيبر پښتونخوا د بيله بيلو سيمو او افغانستان څو واره سفرونه کړي دي هغه يو صابره، شفيق، نرم رو پښتون دانشور وو په داسې وخت کښې چې پښتون قام د يو بل جنګ سره مخ کيږي په داسې حالاتو کښې د شمس بونيري صيب وفات لويه الميه ده. اللّه پاک دې شمس بونيري صيب وبخښي اروا دې ښاده وي.
محترم شمس بونيري په فيس بک زما په يو نظم دا کمنټس ورکړي وو.
چې ستا دې خط ته ګورم
او دې خپل حالت ته ګورم
نوره په تا شاعری نه کومه
زه په تا نوره خواری نه کومه
نور د وییلو نه يې
نور د ستاییلو نه يې
نور د کتلو.نه يې
زه هم بوډا غوندي يم.
ته هم بوډا شوي لاړې
راته ښکارېږي چې ځې
بچو ته غم نه پرېدم
ورته ماتم نه برېدم
دا د افکارخبرې
څه نصيحت غوندې دې
تاسو.منئ او.کنه
ما شمس خو اومنلې
شمس بونيرے
*******