لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو …
خو پۀ ښکلو ښکلو زړونو کښې اوسېږو
اباسين يوسفزی دملکنډ ايجنسۍ ددېر د خان پورکلی کښې نړۍ ته راغلی دی.
لومړنۍ زده کړې يې پخپله سيمه کښې وکړې او دلوړوزده کړولپاره پېښورته ولاړاو پښتوژبه کښې يې دډاکټرۍ ترکچې زده کړې و کړې. دپېښورپه اسلاميه کالج کښې دپښتوڅانگې مشرؤ
د پېښور په پوهنتون کښې هم د پښتو ژبې ښوونکی و او په بېلابېلو برخو کښې یې د زده کوونکو د لیلیو له سرښوونکي نیولي بیا د کرېکېټ کلب تر مشرتابه پورې دندې تر سره کړې دي
د ښاغلي یوسفزي دوه کتابونه چاپ شوي دي چې يو يې غورځنگونه او بل يې الوت نومیږي .نوموړۍ د سپرمراد نیازوف د روحنامې اثر په پښتو اړولی او په بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو کښې یې مقالې هم لیکلې دي
دوحدت اومشرق په ورځپاڼو ، دمشعل اوخيبر په مجلو اودخيبرتلويزيون اوپيښور راډيولپاره یې ليکنې ديادونې وړدي
دبيلابيلوشاعرانو اوليکوالوپه سلوکتابونويې کره کتنې ليکلې دي. دغني خان اوليکوالودټولنې غړى اودهيواد اوخيبرمجلومسول مديرهم پاتې شوى دى
دښوونځيو د٩ مو او١٠ موټولگيو دزده کوونکولپاره يې پښتوکتابونه ليکلي دي. اباسين يوسفزي درحمان بابا ادبي جايزه ، په صوات کښې دچاچا رحيم بخش جايزه، دپښتانه ادبي ملگري جايزه گټلې اوله ادبي اوټولنيزوموسسونه يې شاوخوا ٥٠ شهادت نامې اومډالونه ترلاسه کړي دي