د ډاکټر شېرزمان سيماب په حقله يو څو کرښې

ښاغلے ډاکټر شېرزمان سيماب د پښتو ژبې يو داسې تکړه او زيرک ليکونکے د ے چې په هره موضوع ليکل کولے شي. د فرورۍ په لسمه نېټه په کال 1974 کښې ئې د محترم ګل محمد صېب کره په تاڼه مالاکنډ کښې سترګې غړولي دي، د عمر په لحاظ زمانه پينځه کاله کشر د ے خو د علم، پوهې او د ادبي خدماتو په وجه دومره لوړ مقام ته رسېد لے د ے که چرې زه ورته بره بره ګورم نو له سر نه مې ټوپۍ غورځېږي. لسم جومات ئې د ګورنمنټ لو ے سکول نمبر 2 تهاڼه، دولسم او څوارلسم ئې د ګورنمنټ ډګري کالج تهاڼې نه پاس کړي دي.د ايم ا ے،ايم فل او پي اېچ ډي زده کړه يې د پېښور پوهنتون نه سرته رسو لے ده. نن سبا د اسسټنت پروفېسر په حېث پېښور پوهنتون پښتو اکېډمۍ کښې خپله ذمه واري سرته رسوي.
د ښاغلي ډاکټر شېرزمان سيماب په مختلفو موضوعاتو چاپ شوي کتابونوکښې " د دار په سر (شاعري) سهرې  (تاليف) د باچاخان نثر نګاري د پوهانو په نظر کښې (تحقيق) زماد شوق لېونتوب (شاعري) د باچا خان د پښتو نثر ليکونو تحقيقي او تنقيدي مطالعه (پي اېچ ډي مقاله ) له پېښوره تر سپين غره (رپورتاژ)، پروفېسر نواز طائر،يوه مطالعه (تحقيق او تنقيد) د مهورې په لمن کښې (رپورتاژ) محمد رسول الله ( نعتيه) غزل غزل ماښام(تاليف )او "امېل" (افسانې) شامل دي"
د ښاغلي ډاکټر صېب په ناچاپ اثارو کښې" وجدان " ( شاعري ) په مالاکنډ کښې د پښتو غزل ارتقاء ( د ايم فل مقاله)، ډاکټر راج ولي شاه خټک،ژوند،فن او شخصيت ،،د پښتو متل هنداره (تحقيق) اود سوات تاريخي،جغرافيايي او ثقافتي اهميت،(تحقيق) د ذکر وړ دي 
ښاغلي ډاکټر صېب د خپلو ادبې خدماتو په وجه ډېر ګڼ ادبي ايوارډونه او سندونه تر لاسه کړي دي د کومو ذکر چې په دې مختصره پېژندګليو کښې ممکن نه دے
ښاغلے ډاکټر صېب په وړه وړه خبره خفه کېږي څه چې غصه کېږي هم . يوه ورځ ورسره له مردانه تر مينګورې تلمه چې په غلطۍ کښې رانه د هغه د زوړ موټر لاک چې د وړاندې نه په "ايلفۍ"جوړ شوے وو،مات شو، ښاغلے ډاکټر صېب دومره غُصه او خفه شو چې په ټوله لاره يې راسره نه خبرې کولې او نه يې راله د وړاندې په شان په لاره لاره تصويرونه وېستل،دا کار يې ښه دے چې په وړه وړه خبره ډېر زر خوشحالېږي او رضا کېږي هم. دا ځل ورسره په نوي موټر کښې له مردانه تر مالاکنډ اماندره تړون شادي هال ته همېشه بابا ايوارډ دپاره روان شوم. په لاره کښې مې د ډاکټر صېب د نوي موټر د دروازې لاک ته اشاره وکړه چې دې ته څه وايي ؟ ډاکټر صېب مُسکے شو، په خندا کښې ئې راته ووئېل څه کوې بيا يې ماتوې ؟
د ښاغلي ډاکټر صېب دا خوش قسمتي ده چې د سندونو او ايوارډونو کومه سلسله د هغوي د سکول د تعليمي دور نه شروع شوې وه نو تر اوسه جاري ده.
د همېشه پښتو ادبي ټولنې اماندره مالاکنډ د ايوارډونو ورکولو دا پروګرام " څلورم همېشه با با ادبي ايوارډ" هم د دغې سلسلې يوه کړۍ ده. دې ملګرو فېصله کړې ده چې ښاغلي ډاکټر شېر زمان سيماب له دې د هغه د تحقيقي زيار په اعتراف کښې ايوارډ ورکړې شي،نو ځکه زه ښاغلي ډاکټر صېب ته مبارکي وايم او دُعا کووم چې ښاغلے ډاکټر صېب خپل د څېړنې کار نور هم مخ په وړاندې بوځي

لعل بادشاه خيالي
خيالي اباد، مردان